فوټبال: افغان لوبډله مالديف ته رسېدلې

د انځور حقوق AFF
Image caption افغان لوبډلې د چلېنج کپ سياليو لپاره له تېرو پنځو مياشتو راهيسې تمرين کاوه

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د فوټبال ملي لوبډله په اسیايي چلینج کپ سیالیو کې د برخې اخیستو لپاره له کویټ نه مالدیف ته تللې ده.

حفيظ الله معروف په خپل راپور کې وايي، په دغو سیالیو کې د اسیايي هیوادونو اته لوبډلې برخه اخلي، چې اتله لوبډله به اسیايي جام لوبو ته لار پیدا کوي.

د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي، په مالدیف کې د چلینج کپ سیالیو لپاره یې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې چمتوالی پيل کړی او تمه لري چې په دغو لوبو کې به ښه لاسته راوړنه ولري.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله، له کویټ سره تر دوستانه لوبې وروسته مالدیف ته رسیدلې او ټاکل شوې د می په ۲۰مه به د اسیا په چلینج کپ سیالیو کې لومړنۍ لوبه په ب ګروپ کې له فلیپین سره کوي.

د فوټبال ملي لوبډلې د دغو لوبو د چمتوالي لپاره درې نورې دوستانه لوبې هم کړې دي.

د افغانستان لوبډله به له فلپين وروسته، د می په ۲۲مه له ترکمنستان او په ۲۴مه به یې له لاوس سره سیالي کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تخنیکي چارو مشر طاهر رووفي بي بي سي ته وویل، دوی دغو لوبو ته له پنځو میاشتو راهیسې چمتوالی نیولی دی.

ښاغل رووفي وايي: ''دغو لوبو ته مو پیاوړي افغان لوبغاړي له جرمني، ناروې او اسټرالیا نه راغوښتي دي. موږ هېله لرو چې ښې پايلې به ترلاسه کړو''.

په دغو لوبو کې به د اسیا اته لوبډلې سیالۍ کوي، چې یوه به یې اتله اعلانیږي او د فوټبال اسیايي اتلولیو ته به لار مومي.

د لوبو پوهان تمه ښيي، چې افغان لوبغاړي به خپلو تجربو ته په پام سره په دغو سیالیو کې ښه وځلیږی.

نعمت الله رحیمي وايي افغانانو په دوستانه لوبو کې وښوده چې له تکتيکي او فزيکي اړخه پياوړي دي.

دی وايي: ''د چلینچ کپ سیالو کچه ډیره لوړه نه ده. خو زه فکر کوم، چې د ترکمنستان او فلسطین لوبډلې په دغو لوبو کې د افغانستان مهمې سیالې لوبډلې بلل کیدای شي. د افغانستان لوبډلې په څلورو دوستانه لوبو کې په ځانګړي ډول له کویټ سره په لوبو کې په ډاګه کړه، چې له تکتیکي او فزیکي پلوه خورا پیاوړې دي''.

د افغانستان لوبډله به له فلیپين وروسته، د می په ۲۲مه له ترکمنستان او په ۲۴مه له لاوس سره سیالي کوي.

ورته مطالب