پاکستان ګرانټ فلاور د بېټنګ روزونکی ګومارلی

د انځور حقوق AFP
Image caption د کرېکټ کتونکي د پاکستان بالنګ تر بېټنګ پياوړی بولي

د پاکستان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره د سپېن/ ورو بالنګ لپاره د روزونکي له ګومارلو وروسته اوس د توپ وهونکو لپاره هم روزونکی ګومارلی دی.

د دغې دندې لپاره د زمبابوې تجربه لرونکی روزونکی ګرانټ فلاور غوره شوی دی.

د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر نجم سيټي د ګرانټ فلاور د ګومارنې پرېکړه له معين خان، انتخاب عالم او هارون رشيد سره له مشورې وروسته وکړه.

د پاکستان د ملي لوبډلې مشر روزونکي وقار يونس او د کرېکټ بورډ سلاکار ظهير عباس هم د بېټنګ کوچ په توګه د ګرانټ فلاور د ټاکل کېدو ملاتړ کړی دی.

ګرانټ فلاور د زمبابوې لپاره ۶۷ ټېسټ او ۲۲۱ يو ورځنۍ کرېکټ لوبې کړي دي.

دی تر اوسه هم د زمبابوې د ملي لوبډلې د توپ وهنې د برخې روزونکی دی.

ګرانټ فلاور په ۲۰۱۰ کال راهيسې پر دغه دنده ده، خو قرارداد يې د روان کال په اګست مياشت کې پوره کېږي.

پاکستان ګرانټ فلاور د دوو کلونو لپاره ګومارلی او دی به سريلانکا ته د پاکستان د دورې پر مهال په رسمي ډول دنده پيل کړي.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې د بېټنګ لپاره جلا روزونکی ګوماري.

په تېرو وختونو کې به پاکستان د خپلې لوبډلې لپاره د لنډې مودې لپاره دا ډول روزونکي ګومارل.

د پاکستان کرېکټ بورډ تېره مياشت د روزونکو د ګومارنې لپاره هڅې پيل کړې، چې په پایله کې يې پخوانی تېز بالر وقار يونس د لوبډلې مشر روزونکی او د پاکستان پخوانی لېګ سپين بالر مشتاق احمد د سپېن بالنګ روزونکي وګومارل.

کرېکټ بورډ د توپ ټولونې/ فيلډنګ لپاره هم غوښتنليکونه ترلاسه کړي، خو تراوسه يې په دې دنده څوک نه دي ګومارلي.

خو ويل کېږي چې د فيلډنګ لپاره هم د زمبابوې رچرډ هال سل تر نورو پياوړی کانديد دی.

ورته مطالب