برازیل: مظاهرې او د نړیوال جام سیالیو چمتوالی

د انځور حقوق Getty
Image caption امنیتي ځواکونو د لوبو د مینه والو او دلته د راتلونکو ګرځندویانو د امنیت خوندي کولو لپاره ډېر کار کړی دی تیاګو پایس

د برازیل د فوټبال ملي لوبډلې د تازه مظاهرو له پیلېدو سره سره د نړیوال جام سیالیو لپاره چمتوالی پیل کړی دی. د لوبډلې د لېږد بس موټر د روزنې له کمپ سره نژدې د یو شمېر اعتراض کوونکو ښوونکو لخوا کلابند شو، چې وروسته ورسره نور مظاهره چیان هم یو ځای شول.

په همدې حال کې په برازیل کې د راروان نړیوال جام د سیالیو د تنظیموونکې کمېټې یوه غړي تیاګو پایس وویل، چې د دغو سیالیو په اوږدو کې به له امنیتي پلوه هېڅ ستونزې نه وي.

' امنیتي ځواکونو د لوبو د مینه والو او دلته د راتلونکو ګرځندویانو د امنیت خوندي کولو لپاره ډېر کار کړی دی. زه تاسې ته ډاډ درکوم چې له دې پلوه به هېڅ ستونزه نه وي.

موږ په ریو دې ژانېرو او د برازیل په نورو ښارونو کې د دا ډول سترو اتلولیو جوړولو تجربه لرو. ټول هغه ګرځندویان چې غواړي دا سیالۍ له نژدې وویني، په ډاډه زړه کولای شي چې راشي او له هېڅ ډول ستونزې سره به نه مخامخېږي.'

فوټبال راتلونکي نړیوال جام لپاره برازیل د روانې مې میاشتې لومړیو کې خپله لومړنۍ لوبډله اعلان کړه.

په ټاکل شوې لوبډله کې د برازیل اتل او تجربه لرونکي لوبغاړي کاکا، روبینیو او رونالډینیو نه دي ځای شوي.

په لوبډله کې ټاکل شوي ۱۶ لوبغاړي تېرکال د سپین پر وړاندې کنفېډریشن کپ پلویلوبه کې د برازیل لوبډلې برخه و.

کاکا چې د برازیل لوبډلې تجربه لرونکی لوبغاړی دی او تر دې وړاندې یې درې ځل د نړيوال جام په لوبو کې د لوبډلې استازیتوب کړی، دا پله د لوبډلې برخه نه دی.

له کاکا سربېره رونالډینیو او لوکس مورا هم د نړیوال جام لپاره د برازیلۍ لوبډلې برخه نه دي.

ورته مطالب