مالدیپ افغانستان ته ماتې ورکړه

Image caption د اضافي وخت تر پای ته رسېدو وروسته خبره پیناتیو ته ورسېده. افغان لوبډلې لوبه وبایلله.

نن پنجشنبه ( د مې ۲۹ مه) افغانستان د اسیا چلنج کپ د ګټلو لپاره په مالدیپ کې له کوربه لوبډلې مالدیپ سره فوټبال لوبه وکړه.

د اسیا چلنج کپ په دې سیالیو کې مالدیپ افغانستان ته ماتې ورکړه. لوبه تر اضافي وخته مساوي پای ته ورسېده او په اضافي وخت کې هم چا ګول ونشو وهلی.

په لومړني او دویم میدان کې لوبه مساوي شوه. د اضافي وخت په دویمه نیمایي کې لومړی افغانستان او بیا مالدیپ یو یو ګول وکړ او لوبه همداسې مساوي پاتې شوه.

د اضافي وخت تر پای ته رسېدو وروسته خبره پیناتیو ته ورسېده. پچه واچول شوه او لومړی د ګولوار افغان لوبډلې ته ورسېد.

افغان لوبډلې اووه ګولونه وکړل او مالدیپ اته ګولونه وکړل او په دې توګه مالدیپ لوبه وګټله.

دا لومړی ځل دی چې مالدیپ او فغانستان په فوټبال کې له یو بل سره مخامخ کېږي. د افغان لوبډلې روزونکی محمد یوسف کارګر و چې په تېرو څلورو لوبو کې له افغان لوبډلې سره نه و.

نوموړي له مالدیپ سره تر لوبې وړاندې وویل، د مالدیپ لوبډله د کوربه توب او زیاتو مینه والو له امله زړوره ده خو دوی به هم هڅه وکړي دا لوبه وګټي.

د مالدیپ د لوبډلې مشر روزونکي دراګو مامیچ د لوبې تر پیل وړاندې وویل، افغانستان د اسیا په سږنیو چلنج کپ لوبو کې تر ټولو وتلې ډله ده.

دوی وښووله چې د اتلولۍ وړتیا لري. د دوی لوبغاړي په اروپایي لیګ کې لوبې کوي.

مالدیپ د دغو لوبو په نیمه پایلوبه کې له فلیپين سره لوبه وکړه خو د لوبې په ۱۲۰ دقیقه کې فلپین لوبه درې د دوو په مقابل کې وګټله.

افغانستان د فوټبال په نړیوال فدراسیون فیفا کې ۱۲۸ او په اسیاسي فدراسیون کې ۱۸ ځای لري.

مالدیپ په ترتیب ۱۳۵م او ۲۸م ځای لري.

پرون د افغانستان د لوبډلې کپيتان هارون فخرالدین د ټپونو له امله تمرین ونه کړ.