''قطر د پیسو په زور د نړیوال جام کوربه شوی''

د انځور حقوق AFP
Image caption په ۲۰۱۱ کال کې محمد بن حمام دا ډول تورونه په کلکه رد کړي وو

د فوټبال پر نړیوال فدراسيون (فيفا) له دې امله د فساد تورونه لګېدلي، چې ګواکې په ۲۰۲۲ کال کې يې قطر د بډو په بدل د نړیوال جام د کوربه توب لپاره غوره کړی دی.

برتانوۍ ورځپاڼې سنډې ټايمز سلګونه زره پټ شواهد، ايميلونه، ليکونه او د بانکونو له لارې د پيسو د لېږد رالېږد په اړه لاسوندونه ترلاسه کړې دي.

دغه بېلګې بي بي سي هم ليدلي او د دې پر بنسټ د قطر د فوټبال يوه چارواکي محمد بن حمام د فوټبال د نړیوالو لوبو د کوربه توب لپاره د قطر غوره کولو په موخه د فيفا چارواکو ته پنځه ميليونه ډالر ورکړې دي.

د دغو شواهدو له مخې ۶۵ کلن محمد بن حمام له هغه يو کال وړاندې چې قطر د ۲۰۲۲ نړیوالو لوبو لپاره غوره شي د قطر په پلوۍ پرېکړې ته لار هواره کړې وه.

د لاسوندونو پر بنسټ محمد بن حمام په افريقا کې د فوټبال چارواکو ته مخامخ پیسې لېږدولي، چې د دوی ملاتړ ترلاسه کړي.

که څه هم د دغو چارواکو ډیری يې د رايې ورکولو حق نه لري، خو د سنډې ټايمز د ادعا له مخې بن حمام هڅه کوله دومره ملاتړ ترلاسه کړي، چې د فيفا اجراييوي کمېټه کې د افريقا پر څلورو غړو د قطر په پلوۍ فشار زيات شي.

سنډې ټايمز وايي د نويو بېلګو پر بنسټ چې کله د محمد بن حمام له زوی حمد ال عبدالله سره اړيکه ونيول شوه، نو له خبرو کولو يې ډډه وکړه.

په ۲۰۱۱ کال کې محمد بن حمام دا ډول تورونه په کلکه رد کړي وو.

په ۲۰۱۱ کال کې فيفا پر محمد بن حمام د بډو د تور له امله پر هغه د ژوند تر پايه بنديز ولګاوه، خو يو کال وروسته د لوبو دريمګړې محکمې د کافي بېلګو د نشتوالي له امله د فيفا دغه پرېکړه لغوه کړه.

له دې پرېکړې وړاندې د فيفا ځنډول شوي مرستيال مشر جيک وارنر يو ايميل خپور کړ او په هغه کې يې ادعا کړې وه، چې محمد بن حمام د ۲۰۲۲ نړیوال جام د قطر لپاره اخيستی دی.

د قطر دريځ دا دی چې له محمد بن حمام سره هېڅ تړاو نه لري.

ورته مطالب