د قطر د فوټبال نړیوال جام په اړه پلټنې

د انځور حقوق
Image caption ګارسیا په عمان کې د قطر ۲۰۲۲ فوټبال د کمېټې له غړو سره خبرې کوي.

د فوټبال د نړیوالې ادارې فيفا مفتش مايکل ګارسيا د قطر له چارواکو د ليدنې پر مهال د هغو تورونو په اړه پوښتنې کوي، چې له مخې يې قطر د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام کوربه توب ته غوره شو.

د يکشنبې پر ورځ د برتانيا سنډې ټايمز ورځپاڼې تور ولګاوه، چې د ۲۰۲۲ نړیوال جام لپاره د قطر غوره کولو په موخه د فيفا د اجراييوي کمېټې قطري غړي محمد بن همام يو شمېر چارواکو ته ميليونونه ډالر ورکړي دي.

له دغو تورونو وروسته د قطر د کوربه توب د لغوه کېدو غوښتنې رادبره شوې دي او دې ته په کتو د دغو اتلوليو تنظيموونکو مايکل ګارسيا د تورونو د سپيناوی لپاره ټاکلی دی.

بل خوا د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام لپاره د کوربه غوره کولو د داوطلبۍ کمېټې په يوه بيانيه کې هر ډول فساد رد کړی دی.

کمېټې د برتانيا د سنډې ټايمز ورځپاڼې ادعا بې بنسټه بللې ويلي يې دي په دې برخه کې محمد بن همام ښکېل نه و، ځکه هغه دغه مهال هېڅ دنده نه لرله.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سنډې ټايمز د ادعا له مخې محمد بن همام د فيفا چارواکو ته د دې لپاره پنځه ميليونه ډالر ورکړي، چې پرېکړه د قطر په پلوۍ وکړي.

د قطر له لوري د نړیوال جام د کوربه توپ لپاره د داوطلبۍ کمېټه وايي، دوی د مايکل ګارسيا له پلټنو سره مرسته کوي او له خپلې پرېکړې به په ټول وس ننګه وکړي.

تر دې وړاندې د فيفا مفتش مايکل ګاريسا اعلان کړی و، چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ نړیوالو لوبو د کوربه ښارونو د غوره کولو په اړه به خپل تحقيقي راپور د جون پر نهمه بشپړ کړي.

ښاغلي ګارسيا ويلي دي، چې خپل تحقيقي راپور به په راتلونکو څو اوونيو کې فيفا ته وسپاري.

د سنډې ټايمز د ادعا له مخې محمد بن همام د فيفا چارواکو ته د دې لپاره پنځه ميليونه ډالر ورکړي، چې پرېکړه د قطر په پلوۍ وکړي.

ورته مطالب