نډال د فرانسې ټېنېس پرانیستې اتلولي وګټله

د انځور حقوق AFP
Image caption د اتلولۍ په ګټلو رفایل نډال اوس د ټېنېس لوبو په درجه بندۍ کې لومړی ځای خپل کړ

د اسپانیې رفایل نډال د دغو سیالیو په پایلوبه کې نوواک جاکووېچ ته ماته ورکړه او په نهم ځل یې د فرانسې د ټېنېس پرانیستې اتلولي وګټله.

دا پرله پسې پنځم وار دی چې نډال د فرانسې پرانستې لوبو سیالۍ ګټي.

نوموړی لومړی لوبغاړی دی چې د ټېنېس سیالیو یوه لویه اتلولي یې نهه ځل ګټلې.

رفایل نډال په دغه لوبه کې خپل سیال نوواک جاکووېچ ته له څلور لړ لوبو وروستۍ ۳-۱ ماته ورکړه.

دغې لوبې ۳ ساعته او ۳۱ دقيقې دوام وکړ.

د اتلولۍ په ګټلو اوس رفایل نډال د ټېنېس لوبو په درجه بندۍ کې لومړی ځای لري.

تر ده وروسته په دویم نمبر نوواک جاکووېچ دی.

د سربیا لوبغاړي جاکووېچ تر دې دمه د فرانسې پرانیستې لوبو اتلولي نه ده ګټلې.

تېره ورځ د همدغو لوبو د ښځینه لوبغاړو په برخه کې ماریا شرپووا اتلولي ګټلې وه.

ورته مطالب