د نیمار دوه ګولونو برازیل بریالی کړ

Image caption نیمار په دې لوبه کې دوه ګولونه وکړل

په برازیل کې د فوټبال ۲۰م نړیوال جال سیالۍ د برازیل او کرویشیا تر منځ په لوبه پیل شوې.

دغه لوبه د برازیل په ساوپالو ښار کې ترسره شوه او په زرګونه برازیلیان د خپلې لوبډلې ملاتړ لپاره لوبغالي ته مخه کړې وه.

کرویشیا د لوبې پیل ډیر ښه و او په لومړي سر کې یې د برازیل پر لوبډلې ځینې بریدونه وکړل.

د لوبې په ۱۱مه دقیقه کې د برازیل دفاعي لوبغاړي مارسيلو په خپلې لوبډلې ګول وکړ او په دې ډول کرویشیا 1-0 مخته شوه.

برازیل ورپسې د کرویشیا پر ګول څو پرله پسې بریدونه وکړل خو بریالي نه شو.

له لوبې نیم ساعت تېر و چې د برازیل بریدګر لوبغاړی نیمار وتواتېد چې ګول وکړي او لوبه برابره کړي.

نیمار د رونالډو او میسي تر څنګ هغه لوبغاړی دی چې ترې تمه کېږي په سږني نړیوال جام کې به ډیر وځلېږي.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړه لوبډلې برابرې وې.

په دویمه نیمیایي کې هم تر ډیره لوبه برابره وه.

خو د لوبې په ۷۱مه دقیقه کې لوبڅار د برازیل لوبډلې ته پینالټي ورکړه او نیمار له دې پېنالټي ګټه پورته کړه او دوهم ګول یې وکړ.

د لوبې په وروستیو دقیقو کې اوسکار یو ډیر ښکلی ګول وکړ او په دې ډول برازیل دا لوبه له کرویشیا ۳-۱ وګټله.

ورته مطالب