افغانانو د اسيا-اروپا سيالۍ کې مډالونه ګټلي

Image caption دغو سياليو ته پنځه افغان لوبغاړي او درې د رهبرۍ غړي ورغلي وو

افغانستان د اسيا - اروپا په کیوکوشین کان کراټې سیالیو کې درې مډالونه ترلاسه کړل.

په دغو سیاليو کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي احمد شاه افضلي د ۸۰ کیلوګرام وزن کې لومړی مقام تر لاسه کړ او د سرو زرو مډال يې وګاټه.

ښاغلي افضلي خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه او ځان يې د سرو زرو مډال ته ورساوه.

په ۷۰ کیلوګرام وزن کې حجت الله سمیع زاده د دويم مقام په ترلاسه کولو سره د سپینو زرو مډال خپل کړ.

فرامرز افغان هغه لوبغاړی و، چې د ۹۰ کیلوګرام وزن کې يې دريم مقام ترلاسه کړ او د ژيړو مډال يې وګاټه.

دغه سيالۍ د اذاربايجان په کوربه توب په پلازمېنه باکو کې د غبرګولي په ۳۱مه او د چنګاښ په لومړۍ نېټه ترسره شوې.

د اسيا - اروپا کيوکوشين کان کراټې سياليو کې دافغانستان پنځه کسيزې ملي لوبډلې ګډون کړ وو.

حجت الله سميع الله، مقبول شاه ګرديوال، محمد اصف افضلي، احمد شاه افضلي او فرامرز هغه لوبغاړي و، چې له ۷۰ تر ۹۰ کيلوګرام وزن کې يې سيالۍ وکړې.

د دغو سياليو لپاره له لوبډلې سره د رهبرۍ درې غړي چې د لوبډلې روزونکی، د ملي لوبډلې دريمګړی او د لوبډلې مشر هم تللي وو

افغانستان په وروستيو کلونو کې د سپورت په برخه کې زياتې لاسته راوړنې لرلې دي، چې روح الله نيکپا، نثار احمد بهاوي او نورو لوبغاړو ډېر وياړونه افغانستان ته راوړل.

ورته مطالب