د غاښ لګولو سزا، پر سوارېز د ۹ لوبو بندیز

د انځور حقوق AP
Image caption سوارېز به د نهو لوبو لپاره د فوټبال له سیالیو بهر وي

د یورګوای پر برید ګر لوبغاړي لویس سوارېز د لوبې په اوږدو کې پر خپل سیال لوبغاړي د غاښ لګولو له کبله د نهو لوبو بندیز ولګېد او د دې تر څنګ به دی تر څلورو میاشتو په هېڅ فوټبال لوبه کې ګډون ونه شي کړای.

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د دغې پیښې د څېړلو لپاره یوه ځانګړې او ازاده کمېټه ګمارلې وه.

کمېټې په خپله پرېکړه کې ویلي چې ۲۷ کلن لویس سواریز ته یې دغه سزا د لوبې پر مهال د ناسم چلند له کبله ورکړې ده.

کمېټې په خپله پرېکړه کې ویلي چې سواریز به د نهو لوبو لپاره بهر وي او د دې تر څنګ به د راتلونکو څلورو میاشتو لپاره هېڅ ډول فوټبال لوبه ونه شي کړای.

د فوټبال نړیوال جام د سیالیو پر مهال د سې شنبې پر ورځ د یوروګوای او ایټالیا تر منځ لوبه کې لویس سواریز د لوبې په وروستیو شېبو کې د ایټالیا پر جورجیو چېلیني غاښ ولګاوه چې دغه کړنه یې په نړیواله کچه وغندل شوه.

سوارېز کولای شي د کمیټې د دغې پرېکړې د بیا کتنې غوښتنه وکړي.

ورته مطالب