برازيل چيلي ته په ماتې ورکولو منځلوبې ته ووت

د انځور حقوق AFP
Image caption په پنالټي شوټونو کې برازيل دوه او چيلي درې ضايع کړل، خو د نيمار شوټ لوبه د برازيل په ګټه پای ته ورسوله

برازیل د خپلې فوټبال لوبډلې د بریا لمانځنه کوي چې چیلي ته یې په پنالټي شوټونو کې ماتې ورکړه او په خپله خاوره کې د نړیوالې اتلولۍ د ګټلو خوبونو ته نژدې کیږي.

برازیل به منځلوبه/ کوارټر فاينل کې له کولمبیا سره ولوبېږي چې يوروګوای ته یې دوه صفر ماتې ورکړه.

کولمبیایان هم سړکونو ته وتلي وو او د خپلې ملي لوبډلې بریا یې په نڅاوو اوشور او ځوږ ولمانځله.

تېره شپه تر ټاکلي وخت پورې د برازيل او چيلي ترمنځ لوبه يو د يو په مقابل کې پای ته ورسېده او لوبې په اضافي وخت کې هم هېڅ لوبډله و نه توانېده چې ګول وکړي، نو له همدې امله د پنالټي شوټونو ته اړتيا پيدا شوه.

د لوبې په لومړۍ نيمايي کې لومړی ګول برازيل وکړ او ورپسې چيلي ګول وکړ او لوبه يې برابره کړه.

د لوبې په دويمه نيمايي کې يوه برازيلي لوبغاړي بل ګول هم وکړ، خو د لوبې د دريمګړي له لوري و نه منل شو.

د برازيل له لوري ډېوېډ لويس پر لومړۍ پنالټي ګول وکړ، خو چيلي خپله لومړۍ او دويمه پنلټي ضايع کړه.

د برازيل مارسيلو په دريمه پنالټي ګول وکړ، خو هلک څلورمه پنالټي ضايع کړه.

بل خوا چيلي پر دريمه او څلورمه پنالټي ګول وکړ او لوبه يې دوه دوه مساوي کړه.

د برازيل لپاره پنځمه پنالټي وتلي لوبغاړي نيمار ووهله او ګول يې کړه، خو چيلي خپله پنځمه پنالټي ضايع کړه او لوبه يې بايلوده.

تېره ورځ د دويم پړاو د پيل له امله د ارام ورځ وه، خو نن يکشنبه به د هالند لوبډله له مکسیکو او د کوستاریکا لوبډله د یونان له لوبډلې سره مخامخېږي.

ورته مطالب