روح الله نيکپا د سياليو لپاره چين ته ولاړ

Image caption روح الله نيکپا د چين په اولمپيک کې د افغانستان لپاره د برونزو مډال وګاټه

په اولمپیک سیالیو کې د تکواندو اتل لوبغاړی روح الله نیکپا د نړۍ د غوره لوبغاړو په سالیو کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ.

د تکواندو نړیوال فدراسیون په ۲۰۱۴ کال کې په لومړي ځل د سترې جایزې سیالۍ د چین په سوجو کې تر سره کوي.

په دغو سیالیو کې د نړۍ ۳۲ غوره تکواندو کوونکي د جون له دویمې تر شپږمې نېټې سیالي سره کوي.

لوبغاړي به په څلورو وزنونو کې د سرو سپینو زرو او برونزو مډالونو د ګټلو لپاره سره مخامخ کیږي.

افغان اتل تکواندو کوونکی روح الله نیکپا د دغو سیالیو په اړه بي بي سي ته وویل په دغو سياليو کې له لومړۍ تر ۳۲ درجې لوبغاړي برخه لري.

دی وايي: ''دغه سیالۍ په څلورو وزنونو کې ترسره کیږي زه پخپله د المپیک په دویم وزن یعني ۶۸ کیلوګرامه کې سیالي کوم. دغه لوبغاړي چې له لومړۍ تر دوه دېرشمې درجې دي د تکواندو د نړیوال فدراسیون په بلنه له یو بل سره مخامخ کیږي''.

د دغو سیالیو د سرو زرو مډال ۴۰ امتیازه، د سپینو زرو ۲۰ او د برونزو مډال یې ۱۵ امتیازونه لري.

روح الله نيکپا وايي موږ تل زیار ایستلی او هرې سیالۍ ته چې تللي یو موخه مو د سرو زرو مډال ترلاسه کول دي.

دی وايي که څه هم موږ ګڼې ستونزې لرو او اړینو آسانتیاوو ته لاسرسی نه لرو، خو بیا هم هڅه کوو چې هېواد ته له ویاړ سره راستانه شو او له دې سیالیو مو هم تمه همدا ده.

روح الله نيکپا د چين په اولمپيک کې د افغانستان لپاره د برونزو/ ژيړو مډال وګاټه او دا لومړی ځل و، چې افغان د اولمپيک په لوبو کې مډال ګټي.

ورته مطالب