د فوټبال د نړیوال جام دویم پړاو لوبې روانې دي

د انځور حقوق AFP
Image caption سویس هم ښه لوبه وکړه خو بریا د آرجنټاین په نصیب شوه

په برازیل کې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د دویم پړاو لوبې روانې دي.

په نننۍ لوبه کې آرجنټاین وتوانېد چې سویس ته په یو / صفر ماتې ورکړي.

د آرجنټاین له خوا یوازینی ګول انجل دي ماریا د لوبې په وروستیو شېبو کې ترسره کړ.

پرون د دوشنبې په ورځ فرانسه وتوانېده چې نایجریا ته په دوه/صفر ماتې ورکړي.

په دویمه لوبه کې د جرمني او الجزایر ترمنځ سخته او په زړه پورې لوبه ترسره شوه.

خو پای کې جرمني وتوانېد چې دا لوبه دوه/ یو وګټي.

د انځور حقوق AFP
Image caption جرمني تر یوې سختې لوبې وروسته الجزایز ته په دوه / یو ماتې ورکړه

د دې لوبې بله په زړه پورې خبره دا وه چې د ځینو رسنیو په وینا، د الجزایر د لوبډلې یو شمېر لوبغاړو له سختې ګرمۍ سره سره روژه نیولې وه.

له دې بریاو سره فرانسې او جرمني هم کواټرفاینل پړاو ته لار ومونده.

د دویم پړاو وروستۍ لوبه به نن شپه د بلجیم او امریکا ترمنځ ترسره کېږي.

د کواټرفاینل لوبې به د جولای پر څلورمه نېټه پیلېږي. په دې پړاو کې ځیني پیاوړې لوبډلې له یو بل سره مخامخ دي.

د بېلګې په توګه د سویلي امریکا دوه تکړه لوبډلې برازیل او کولمبیا به له یو بل سره مخامخ وي.

همدا رنګه په اروپایي ټیمونو کې به جرمني او فرانسه د یو بل پر ضد میدان ته راووځي.

د هالنډ او کوسټا ریکا ترمنځ هم لوبه مهمه ده، ځکه چې دا دواړه لوبډلې په لومړي پړاو کې ښې ځلېدلي.

ورته مطالب

په انټرنیت کې نور ورته مطالب

بي بي سي د پردېو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.