د نوي زیلاند پر ونسنټ د کرکټ عمري بندیز

د انځور حقوق Reuters
Image caption لوونسنټ د نوي زیلاند په استازیتوب ۲۳ ټیسټ او ۱۰۲ یو ورځنۍ لوبې کړې دي.

د نوي زیلاند پر پخواني توپ وهونکي د کرکټ په لوبو کې د درغلیو له کبله عمري بندیز لګیدلی.

نوموړي خپلې کړنې منلي او په یوه خبرپاڼه کې یې داسې ویلي:

"زما نوم لوونسنټ دی او زه یو متقلب یم. ما خپل هیواد، خپل نږدې دوستان او خپله لوبه شرمولي"

وینسنټ زیاته کړه چې د لوبو په بهیر کې يې څو ځلې د درغلیو له لارې پیسې تر لاسه کړي.

هغه وویل چې ډیر کلونه یې دغه راز له ځانه سره پټ ساتلی و، خو څو میاشتې وړاندې یې پریکړه وکړه چې خلکو ته رښتیا ووايي.

نوموړي د نوي زیلاند په استازیتوب له ۲۰۰۱ کاله تر ۲۰۰۷ کال پورې ۲۳ ټیسټ او ۱۰۲ یو ورځنۍ لوبې کړې دي.

د نوي زیلاند بل پخواني لوبغاړي آین اوبراین ویلي په کرکټ کې درغلي ډیر لاملونه لري، خو عمده هغه یې حرص او ناوړه پریکړې دي.

لوونسنټ د انګلستان د کرکټ په دوو کورنېو سېالېو کې هم درغلۍ کړي.

د کرکټ چارواکو وېلي:

"مونږ خوښ یو چې یوه درغل لوبغاړي خپل جرم منلی او لازمه سزا ورته ورکړل شوی ده.

مونږ غواړو ټینګار وکړو چې د کرکټ لوبو د رڼو ساتلو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړو"

ویل کیږي چې وینسټ د کرکټ نړیوالې شورا ته د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ د دولسو داسې لوبو په اړه مالومات ورکړي چې درغلۍ پکې شوې وې.

ورته مطالب