د اولمپيک کمېټې درې چارواکي لرې کړای شوي

Image caption له دندو لرې کړای شويو ګواښ وکړ که حکومت يې غوښتنو ته پام و نه کړي، لاريونونه به وکړي

د افغانستان د اولمپیک کمېټې د دریو فدراسیونونو چارواکي ادعا کوي، چې د دغه هیواد بدنې روزنې بنسټ له کوم دلیل پرته دوی له دندو ګوښه کړې دي.

د وشوو، تکواندو او شطرنج فدراسیونونو چارواکي وايي چې حکومت دې د دغه بنسټ د خپلسرو کړونو مخه ونیسي.

خو د بدنې روزنې بنسټ وايي، چې د دغو فدراسیونونو چارواکي یې ځکه له دندو ګوښه کړي، چې د میلیونونو افغانانو اداري فساد تور پرې لګیدلی او له همدې امله یې لویې څارنوالۍ ته هم ورپيژندلې دي.

په پلازمینه کابل کې د اولمپیک کمیټې د وشو، تکواندو او شطرنج فدراسیونونو چارواکي، چې د اعتراض په ډول يې خبري ناسته وربللې وه ادعا يې کوله، چې له کره دلایلو پرته له دندې ګوښه کړای شوي دي.

د تکواندو دفدارسیون پخوانی مشر میرویس بهاوي وايي، د بدني روزنې بنسټ د نړیوالو او ملي قوانین خلاف د دغه فدارسیون او دوو نورو فدراسیونونو مشران له دندو ګوښه کړې دي.

نوموړی ګواښ کوي، که د دوی غوښتنې ونه منل شي، په لاریونونو به لاس پورې کړي. ''که مظاهرو ته اړتیا پیدا شي، مظاهرې کوو، که لارو تړلو ته ضرورت شي، لارې تړو. موږ په همدې اړه لس ورځې وخت ټاکلی، که حکومت زموږ غوښتنې ونه مني، موږ مجبور یوو، چې لاریونونه وکړو. حکومت باید دبدنې روزنې دخپلسرو کارونو مخه ونیسي. موږ به د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره ټولې مدنې لارې وکاروو''.

ښاغلی بهاوي وايي، که د بدني روزنې د چارواکو مخه ونه نیول شي، ښايي دنورو فدراسیونونو مشران هم له دندو ګوښه کړي.

دی وايي، خپلې غوښتنې به ملي شورا او څارنوالۍ ته هم وسپاري.

خو دغه ادعاوې څومره پر ځای دي؟ د همدغې پوښتنې د ځواب لپاره مو د بدني روزنې د بنسټ چارواکی ظریف جلال وپوښت.

هغه وايي، چې د دغو دریو فدراسیونو مشران له دې امله له دندو ګوښه شوي، چې په تیرو دوو کلونو کې پر هغوی د میلیونونه افغانیو اداري فساد تورونه لګول شوي او څارنوالۍ ته هم و رپيژندل شوې دي.

''زموږ پلټنو موندلې، چې د شطرنج، وشوو او تکواندو فدراسیونونو مشرانو او ځینو چارواکو له بدمرغه په ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲ کلونو کې په اداري فساد او له واکه نه په ناوړه ګټه اخیستنې کې لاس درلود. نو د همدې لپاره دبدني روزنې بنسټ څارونکو په دې اړه پلټنه وکړه او دوسیې یې هم څارنوالې ته وسپارلې''.

د بدني روزنې بنسټ وايي، له څو اوونیو راهیسې یې د ټولو فدراسیونونو ارزونه پیل کړې او وايي که په نورو فدراسیونونو کې د اداري فساد او مالي اختلاس اسناد ومومي، ښايي نور چارواکي هم له دندو لرې کړي.

د افغانستان د اولمپیک په ملي کمیټه او بدني روزنې بنسټ کې پخوا هم څو څو ځلې د مالي فساد رپوټه ورکړل شوي او آن خبره تر څارنوالۍ هم رسیدلې ده.

ورته مطالب