جرمني: برازيلي مينه وال دې زموږ ملاتړ وکړي

د انځور حقوق Getty
Image caption ارجنټاين په دريم ځل د نړیوال جام د ګټلو هڅه کوي، خو جرمني بيا غواړي چې په څلورم ځل يې وګټي

د جرمني لوبډلې چې په نيمه پايلوبه کې برازيل ته بې جوړې ماتې ورکړه د برازيل د فوټبال له مينه والو غوښتي چې له ارجنټاين سره لوبه کې د دوی ملاتړ وکړي.

په پايلوبه کې جرمني له ارجنټاين سره لوبېږي، چې د برازيل دوديز سيال بلل کېږي او په هره لوبه کې ځان يو د بل سيال بولي.

په نيمه پايلوبه کې جرمني برازيل ۷-۱ بېسارې ماتې سره مخامخ کړ.

د جرمني ۲۶ کلن دفاعي لوبغاړي بينيډکټ هوويټس ويلي: ''موږ ټول د برازيل د فوټبال د مينه والو ملاتړ ته هيله من يو''.

هوويټس وويل: ''زه پوهېږم هغسې چې برازيلي مينه والو زموږ پر بري خوښي وښوده، نو دا ډېره ښه خبره ده''.

ده زياته کړه: ''برازيليانو هر وخت زموږ لپاره لاسونه پړکول او زموږ مورال يې لوړاوه''.

تمه ده چې په ريو دي ژنيرو کې د پایلوبې د کتو لپاره لوبغالي ته ۷۷۰۰۰ نندارچيان ورشي.

ارجنټاين په دريم ځل د نړیوال جام د ګټلو هڅه کوي، خو جرمني بيا غواړي چې په څلورم ځل يې وګټي.

د جرمني ۲۶ کلن دفاعي لوبغاړی وايي: ''موږ ته دا پته ده چې موږ غوره لوبډله بلل کېږو، خو زموږ لوبډله هوښياره ده او په دا ډول خبرو نه غولېږي. موږ غواړو ښه لوبه وکړو''.

ارجنټاين - هالنډ

په لومړي سيمي فاينل/ نيمه پایلوبه کې جرمني برازيل او په دويمه نيمه پايلوبه کې ارجنټاين په يوه په زړه پورې لوبه کې هالنډ ته ماتې ورکړه.

د ارجنټاين او هالنډ ترمنځ لوبه خورا ګرمه وه. دواړو لوبډلو سره له دې چې په لومړۍ نيمايي کې د يو بل پر ګولونو بريدونه وکړل خو بريالي نه شول.

د لوبې په دويمه نيمايي کې هم هېڅ لوبډله و نه توانېده چې ګول وکړي.

د لوبې د برخليک معلومولو لپاره نيم ساعت اضافي وخت ورکړای شو، خو نتيجه يې ور نه کړه او خبره پنلټي شوټونو ته پاتې شوه.

په پنلټي شوټونو کې ارجنټايني ګول ساتونکي توره وکړه او د هالنډ لومړی او دريم شوټ يې راوګرځاوه او خپله لوبډله يې د فاینل/ پایلوبې وړ وګرځوله.

دغه لوبه ارجنټاين د هالنډ له پياوړې لوبډلې ۴-۲ وګټله.

ورته مطالب