ډیېګو کوسټا چېلسي وپېره

د انځور حقوق bbc
Image caption اسپانوی ډيېګو کوسټا له تېرو څلورو کلونو راهیسې اټلټیکو مادرید ته لوبه کوي

د اروپا د اتلې لوبډلې اټلټيکو مادرید بریدګر لوبغاړی ډيېګو کوسټا د انګلستان پرېمیر لیګ لوبډلې چېلسي د ۳۲ مېلیون پاونډو په بیه وپېره.

اسپانوی ډيېګو کوسټا له تېرو څلورو کلونو راهیسې اټلټیکو مادرید ته لوبه کوي.

نوموړی به د راتلونکي لوبیز کال له پیل راهیسي چېلسي ته لوبېږي.

د لوبغاړو د پېر او پلور کړکۍ تر پرانېستې وروسته دا درېیم لوبغاړی دی چې چېلسي یې پېري.

دوی تر دې وړاندې د برسلونا منځ ډګری لوبغاړی سېسک فبریګاس او ماریا پسالېک هم رانیولي دي.

چېلسي سره د تړون پر مهال ډیېګو کوسټا خوښي ښکاره کړه او ویې ویل

" چېلسي ته په راتلو د ډيرې خوښۍ احساس کوم. موږ ټول پوهېږو چې چېلسي د یوې لویې کچې کلب دی او د دې لوبډلې لپاره لوبېدل د ویاړ خبره ده. د پریمیر لیګ فوټبال ډیر په زړه پورې او سیالۍ یې ډیرې سختې وي نو زه هم سترګې په لار یم چې په لومړي ځل په انګلستان کې د فوټبال په سیالیو کې برخه اخلم"

د چېلسي کلب او ډیېګو کوسټا تر منځ پنځه کلن تړون لاسلیک شوی.

ښاغلي کوسټا په تېر لوبیز کال کې د اروپایي کلب اټلټیکو مادرید لپاره ۳۶ ګولونه وکړل او د چیمپینز لیګ په ګټلو کې یې مهم رول لاره.

ډیېګو کوسټا په ۲۰۱۰ کال کې اټلټیکو مادرید له ریل ولاداید نه اخېستی و، نوموړی د اروپا له تکړه بریدګر لوبغاړو شمېرل کېږي.

ورته مطالب