فوټبال: د جرمني لوبډلې کپتان استعفا وکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption لام د خپلو نړیوالو لوبو پيل په ۲۰۰۱ کال کې د کرويشيا پر خلاف وکړ

په برازيل کې د نړيوال جام د اتلې لوبډلې لوبډلمشر فلپ لام استعفا کړې ده.

د بايرن ميونخ دغه ۳۰ کلن دفاعي لوبغاړي د خپل هېواد لپاره ۱۱۳ نړیوالې لوبې کړې دي.

خو فلپ لام به د بايرن ميونخ لپاره تر ۲۰۱۸ کال پورې لوبېږي.

بل خوا د جرمني د فوټبال ادارې هم د فلپ لام استعفا تاييد کړې.

فلپ لام د دغې ادارې وېبپاڼې ته په استولي ليک کې ويلي: ''زه ډېر خوښ يم چې ما د خپلې دورې پای داسې مهال وکړ چې جرمني نړیواله اتلولي وګټله''.

لام د خپلو نړیوالو لوبو پيل په ۲۰۰۱ کال کې د کرويشيا پر خلاف له بري وکړ او د خپلې دورې پای يې هم په بري پای ته ورسېد.

ده په خپله وروستۍ لوبه کې چې د ۲۰۱۴ کال نړیوال جام پايلوبه وه ارجنټاين ته ماتې ورکړه.

د جرمني د فوټبال ادارې مشر وولف ګينګ نايرسباخ ويلي: ''فلپ لام ما ته ټيليفون وکړ او له خپلې پرېکړې يې خبر کړم''.

ده زياته کړه چې فلپ د جرمني د لوبډلې لپاره يوه قيمتي پانګه وه او په تېرو څه د پاسه لسو کلونو کې د جرمني لپاره غوره لوبغاړی و.

نايرسباخ د فلپ لام د ښو کړنو او د جرمني د فوټبال له ادارې سره د مرستې له امله د هغه مننه وکړه.

ورته مطالب