کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته ماتې ورکړه

Image caption دا د کريکټ د نړيوالې شورا د يوۀ بشپړ غړي خلاف د افغانستان دويم برى دى

د زمبابوې په بولاوایو ښار کې د روانو یو ورځنیو کرېکټ سیالیو د لړۍ په درېیمه لوبه کې افغان کرېکټ لوبډلې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته زمبابوې ته په دوه وېکټو ماتې ورکړه.

تر دې وړاندې د دغو سیالیو دوه لوبې زمبابوې ګټلې وې.

د لوبې پچه دا وار د افغانستان کپتان محمد نبي وګټله او زمبابوې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د زمبابوې د لوبې پیل ښه و او یوازې د لومړیو دوو لوبغاړو پر سر یې په ۳۰ اورونو کې ۱۴۵ منډې جوړې کړې وې.

د زمبابوې د سر توپ وهونکي مساکاتزا ښه لوبه وکړه او ۸۴ منډې یې جوړې کړې.

د مساکاتزا له سوځېدو وروسته بیا لوبه یو څه د افغان توپ اچوونکو په کابو کې شوه.

زمبابوې په وروستیو اورونو کې د تېزو منډو پر مټ په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو پر سر ۲۶۱ منډې وکړې، او افغانستان ته یې د ۲۶۲ منډو لوړ هدف وټاکه.

په توپ اچوونکو کې دولت ځدران او افتاب عالم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغان ډلې له لوري د توپ وهنې پیل جاوېد احمدي او عثمان غني وکړ.

په لومړیو اورونو کې یې د اړتیا سره سم تېزه لوبه وکړه او په پنځو اورونو کې یې په ګډه ۳۶ منډې جوړې کړې.

تنکي لوبغاړي عثمان غني چې په تېره لوبه کې یې سلیزه پوره کړې وه دا پله هم ښه وځلېد او په ۴۳ توپونو یې د ۴ څلوریزو او یوې شپږېزې پر مټ ۴۳ منډې وکړې.

د غني تر سوځېدا وروسته د پیل دویم لوبغاړی جاوېد احمدي هم ژر وسوځېد خو نیمه سلیزه یې پوره کړې وه.

په ۴۴ اورونو کې افغانستان ۱۹۹ منډې لرلې او د سر شپږ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

کپتان نبي او شرف الدین اشرف د هدف تر لاسه کولو په هڅه کې وو.

Image caption دا په روانو یو ورځنیو سیالیو کې د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان لومړی بری و

په ۴۶م اوور کې دواړو لوبغاړو ۱۵ منډې وکړې او په دې ډول په وروستیو ۲۴ توپونو افغانستان ۴۶ منډو ته اړتیا لرله.

ورپسې اوور کې نبي پرله پسې دوه شپږېزې ووهلې او وسوځېد، ورپسې دولت ځدران له راتګ سره سم په دوو توپونو دوه شپږېزې ووهلې او په دې ډول په ۴۷م اوور کې افغان لوبغاړو ۲۵ منډې جوړې کړې.

لوبه وروستي اوور ته وغځېده، او د وروستي اوور په څلورم توپ دولت ځدران شپږيزه ووهله او په دې ډول افغانستان دغه لوبه په دوو وېکټو وګټله.

دولت ځدران په ۷ توپونو د ۴ شپږیزه پر مټ ۲۴ منډې وکړې او د لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

په روانو یو ورځنیو سیالیو کې دا د زمبابوې بر وړاندې د افغانستان لومړی بری دی.

تر دې وړاندې دوه لوبې زمبابوې ګټلې وې او اوس د زمبابوې لوبډله په دغو سیالیو کې ۲-۱ مخته ده.

وروستۍ یو ورځنۍ لوبه به د پنجشنبې په ورځ په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

دا د کريکټ د نړيوالې شورا د يوۀ بشپړ غړي خلاف د افغانستان دويم برى دى، تر دې وړاندې افغان لوبغاړو بنگله ديش ته هم ماټې ورکړې وه.

ورته مطالب