افغانستان زمبابوې ته لویه ماته ورکړه

Image caption افغانستان زمبابوې ته په ۱۰۰ منډو ماته ورکړه او د روانې سیالۍ یې ۲-۲ برابرې کړې

د زمبابوې په بولاوایو ښار کې د یو ورځنیو کرېکټ سیالیو د لړۍ په څلرمه او وروستۍ لوبه کې افغان کرېکټ لوبډلې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته تجربه لرونکې زمبابوې ته په ۱۰۰ منډو ماته ورکړه.

په دې سره د څلورو یو ورځنیو لوبو دغه سیالۍ د دواړو لوبډلو تر منځ ۲-۲ برابرې شوې.

د لوبې پچه زمبابوې وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

افغانستان په ۴۹.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۹ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۶۰ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان په توب وهونکو کې شفیق الله شفق تر ټولو ډېرې ۵۶ منډې وکړې.

په نورو لوبغاړو کې سمیع الله شینواري ۴۰، محمد نبي ۳۷ او ناصر جمال ۳۹ منډې جوړې کړې او ښه وځلېدل.

د زمبابوې په توپ اچوونکو کې د دوی تیز توپ اچوونکی تیریپانو تر نورو ډېر وځلېد او پنځه لوبغاړي یې وسوځول.

د هدف په تعقیب کې د زمبابوې لوبډله له پیله د ستونزو ښکار شوه.

د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې یې توپ وهونکي سم ونه لوبېدل او پرله پسې لوبغاړي یې وسوځېدل.

یوازې په ۳۰ منډو د زمبابوې لوبډلې خپل ۶ د سر لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.

د انځور حقوق
Image caption د زمبابوې ټوله لوبډله په ۳۹م اوور کې وسوځېده.

وروسته بیا د دوی وېکټ ساتونکي موتمباني ښه لوبه وکړه او ۶۴ منډې یې جوړې کړې.

د زمبابوې ټوله لوبډله په ۳۹م اوور کې وسوځېده.

د افغانستان ټولو توپ اچوونکي ښه وځلېدل.

شرف الدین اشرف ۳، دولت ځدران ۲ او آفتاب عالم هم دوه لوبغاړي وسوځول.

دا د افغان لوبډلې لپاره یوه ستره بریا ده او په دې سره اوس د دغو سیالیو لړۍ مساوي پای ته ورسېده.

دا لومړی وار دی چې د افغانستان کرېکټ لوبډه د ای سي سي له بشپړ غړي هېواد سره د ګڼو لوبو سیریز ترسره کوي.

ورته مطالب