په څلور ورځنۍ لوبه کې افغانستان برلاسی دی

Image caption ....پرون د لومړي ورځې په لوبه کې تر ډیره بریده د دواړو خواوو توپ اچونکي (بالران) برلاسي وو.

د افغانستان او زمبابوی الف لوبډلو تر منځ د دوو څلور ورځینو کرکټ لوبو چې غیر رسمي ټیسټ لوبې هم بلل شوي د لړۍ د لومړۍ لوبې د دوهمې ورځې تر پایه د افغانستان لوبډلې د خپلو توپ وهونکو (بیټسمینانو) پر مټ پر لوبې برلاسي خپله کړې ده.

د نن ورځې لوبې تر پایه افغانستان د پنځو لوبغاړو پر سوځېدو ۲۷۵ منډې جوړې کړې چې په کې د نجیب ترکي ۵۱ او نجیب الله زدران ۹۸ منډې شاملې دي.

نجیب الله ځدران لا تر اوسه نه دې سوځېدلې او سبا به هڅه کوي چې خپله سلیزه پوره کړي.

تر دې وړاندې، پرون د لومړي ورځې په لوبه کې تر ډیره بریده د دواړو خواوو توپ اچونکي (بالران) برلاسي وو.

زمبابوی پچه وګټله او لومړی یې افغانستان د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان ټولې لوبډلې په خپل لومړي وار توپ وهنه کې یواځې ۱۰۵ منډې جوړې کړای شوې چې په کې له ټولو ډیرې د رحمت شاه ۲۷ منډې وې.

د زمبابوی توپ اچونکي ټیندې چتارا د افغانستان ۵ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د لومړي وار توپ وهنې په پای کې داسې برېښیده چې ګواکې زمبابوی به په اسانۍ سره د دې لوبې کنترول تر لاسه کړي خو افغان توپ اچونکو ډیره په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د لوبې تله یې یو څه بیرته خپل لور ته را کږه کړه.

افغان توپ اچونکو یامین احمدزي او فرید احمد د زمبابوی لوبډلې ۵، ۵ توپ وهونکي وسوځل.

یو مهال د زمبابوی پنځه لوبغاړي یواځې پر ۳۰ منډو سوځېدلي وو خو وروسته بیا د ریچمنډ موتمبامي د پنځوسيزې پر مټ زمبابوی پر خپل لومړي وار توپ وهنه کې ټولې ۱۶۵ منډې جوړې کړې او دغه راز یې پر افغانستان د ۶۰ منډو بری یا (ليډ) تر لاسه کړ.

په دویم وار توپ وهنه کې د افغانستان توپ وهونکو په پرتلیز ډول ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه. نجیب ترکي پنځوسیزه پوره کړه خو د ډیر پام وړ په کې د نجیب الله زدران ۹۸ منډې وې. دې د ورځې د لوبې تر پایه و نه سوځېد.

نجیب الله زدران داسې مهال توپ وهنې ته راووت چې د افغانستان پنځه لوبغاړي پر ۱۵۲ منډو سوځیدلي وو او د افغانستان د بري یا ليډ منډې یواځې ۹۲ وې.

نجیب الله له فضل نیازي سره په ملګرتیا کې په زړه ورتیا توپ وهنه وکړه او د ورځې تر پایه یې پرته له کومې بلې ویکټې له لاسه ورکولو منډې ۲۷۵ ته ورسولې چې دغه ډول د افغانستان د بري يا ليډ منډې ۲۱۵ شوې.

نجیب الله خپلې ۹۸منډې په ۱۰۰ توپونو د ۳ شپږیزو او ۱۲ څلوریزو پر مټ جوړې کړې دي.

افغانستان لوبډله به تمه لري چې نجیب الله ځدران او فضل نیازی سبا د لوبې پر درېمه ورځ هم خپلې توپ وهنې ته په بریالیتوب دوام ورکړي او د افغانستان د منډو شمیر له ۳۰۰ پورته کړي.

که څه هم داسې ښکاري چې میدان یا پیچ اوس د توپ وهنې یا بیټنګ لپاره مناسب دی خو د زمبابوی لوبډلې ته به په خپل دوهم وار بيټنګ کې د افغانستان په څیر د پیاوړي توپ اچونکو لوبډلې پر وړاندې له ۲۵۰ نه د ډیرو منډو هدف تر لاسه کول ستونزمن وي.

ورته مطالب