څلور ورځنې لوبه: وروستۍ ورځ برخلیک ټاکونکې شوه

Image caption ....اوس لوبه یوې په زړه پورې مرحلې ته رسېدلې ده چې دواړه لوبډلې په کې د ګټې چانس لري.

د افغانستان او زمبابوی الف لوبډلو تر منځ د دوو څلور ورځنیو کرکټ لوبو د لړۍ د لومړۍ لوبې د درېمې ورځې په پای کې زمبابوی د ۶ ویکټو د لاسه ورکولو نه وروسته د افغانستان لخوا د ورکړل شوي ۲۶۲ منډو هدف نه ۵۴ منډې لرې دی.

نن په لوبغالي کې د رڼا د کمښت له کبله د ورځې لوبه د ټاکل شوي وخت نه وړاندې پای ته ورسیده.

سبا د لوبې وروستۍ او څلورمه ورځ به برخلیک ټاکونکي وي. د ګټې لپاره افغانستان ۴ ویکټو او زمبابوی ۵۴ منډو ته اړتیا لري.

نن چې کله افغان توپ وهونکي د خپل د دویم وار بیټنګ دوام لپاره میدان ته راښکته شول نو افغانستان د ۲۷۵ منډو په لرلو سره ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.

خو د برلاسۍ یا ليډ منډې یې ۲۱۵ وې ځکه چې په لومړي وار توپ وهنه کې تر زمبابوی ۶۵ منډې شاته وو.

نجیب الله ځدران چې پرون د ورځې تر پایه ۹۸ منډې کړې وې او لا نه و سوځېدلې، نن لوبې ته د سلیزې پوره کولو په هیله راغې.

خو په لومړني اوور کې د یوې منډې په زیاتوالي سره ځدران په خواشینونکي ډول پر ۹۹ منډو د زمبابوی توپ اچونکي ټندې چتارا لخوا وسوځول شو.

او دغه ډول د یوې ډیرې په زړه پورې او مسولانه لوبې سربیره نجیب الله ځدران له خپلې سلیزې یواځې یوه منډه شاته پاتې شو.

د نجیب الله ځدران له سوځېدو وروسته پاتې افغان توپ وهونکي هم ژر ژر وسوځېدل. يواځې میرویس اشرف په کې پر ۲۵ توپونو چټکې ۲۱ منډې وکړې.

د زمبابوی په دویم وار توپ اچونه کې مایکل چینویا ۴ او ټندې چتارا ۲ لوبغاړي وسوځول.

که څه هم افغانستان زمبابوی ته د یوه ستر هدف ټاکلو په هڅه کې وو خو پر خپل دویم وار توپ وهنه کې ټولې لوبډلې ۳۲۱ منډې جوړې کړې او دغه راز یې زمبابوی ته د ګټې لپاره د ۲۶۲ منډو هدف وټاکه.

۲۶۲ منډو هدف ستونزمن خو شونې ښکاریده ځکه چې پر دریمه ورځ د پیچ بڼه د توپ وهنې لپاره مناسبه وه.

د زمبابوی په دویم وار توپ وهنه کې افغان بالران په پېل کې برلاسي وو او د دوي د سر ۳ لوبغاړي يې پر ۴۶ منډو وسوځول.

خو له دې وروسته زمبابوی وتوانیده چې د ورځې تر پایه د دوو پنځوس منډو ملګرتیا یا پارټنرشپ پر مټ خپلې منډې د ۶ ویکټو پر سوځېدو ۲۰۶ ته ورسوي.

د زمبابوی لخوا مارک ویرمولین ۱۰۷ او ریچمنډ موتمبامي ۴۱ مندې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې د افغانستان میرویس اشرف ښه وځلېد او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

اوس لوبه یوې په زړه پورې مرحلې ته رسېدلې ده چې دواړه لوبډلې په کې د ګټې چانس لري.

او په دې وتوانیږي چې د زمبابوی پاتې ۴ لوبغاړي د ۴۶ منډو جوړولو نه وړاندې وسوځوي.

ورته مطالب