غزې ملاتړ له کبله معین علي ته خبرداری

د انځور حقوق AFP
Image caption د معین علي پر لاس بند د "غزه وژغورئ" او د فلسطین د خپلواکۍ شعارونه لیکل شوي وو.

د برتانیې کریکټ لوبغاړی معین علي چې کله د هند پر وړاندې د ټیسټ لوبو د لړې د درېمې لوبې پر دوهمه ورځ میدان ته راغی نو د غزې د ملاتړ په موخه یې لاس بند تړلی و.

د معین علي پر لاس بند د "غزه وژغورئ" او د فلسطین د خپلواکۍ شعارونه لیکل شوي وو.

د دې کار له کبله د کریکټ نړیوالې شورا "آی سي سي" معین علي ته خبرداری ورکړ.

د کریکټ نړیوالې شورا د قوانینو پر بنسټ لوبغاړي حق نه لري چې د لوبې په میدان کې سیاسي، مذهبي یا توکمیز پیام لرونکي څیزونه واغوندي.

د کریکټ د نړیوالې شورا یوه ویاند بي بي سي ته وویل چې معین ته خبرداری ورکړل شوی دی چې په راتلونکې کې دې دغه ډول لاس بندونه نه کاروي.

معین علي ته د کریکټ نړیوالې شورا له خوا ویل شوي چې د لوبې د میدانه نه بهر د خپل نظر څرګندولو حق لري خو په میدان کې دننه دا کار نه شي کولی.

په دې اړه د برتانیې کریکټ بورډ له معین علي نه خپل ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې ده کوم نا سم کار نه دی کړی.

په لوبه کې د کالیو او وسایلو په باب د کریکټ نړیوالې شورا قوانینو ۱۹ مې مادې پر بنسټ یواځې د اړوند کریکټ بورډ له اجازې وروسته لوبغاړي کولی شي چې د کالیو له لارې خلکو ته پیامونه ورکړي.

خو لوبغاړي ددې لارې د سیاسي پیامونو خپرولو اجازه نه لري.

یاده دې وي چې په غړه کې د اسرایلیانو د روانو عملیاتو پر ضد د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لاریونونه وشول چې په کې د مسلمانانو تر څنګ د نورو ادیانو او بیلا بیلو قومونو خلکو هم برخه اخیستې وه.

په امریکا کې په ځانګړي ډول ځینو یهودیانو هم د اسرایل د عملیاتو پر ضد خپل غږ پورته کړی دی.

ورته مطالب