انګلستان هند ته دریم ټیسټ مېچ کې ماته ورکړه

Image caption دا په تیر یوه کال او ۱۰ ټیسټ لوبو کې د انګلستان د کرېکټ ټیم لومړۍ بریا ده.

د انګلستان د کرېکټ لوبډلې نن د دې هېواد په ساوت هېمپټن کرېکټ لوبغالي کې د پنځو ټیسټ لوبو د لړۍ په دریمه هغه کې هند ته پر ۲۶۶ مڼدو ستره ماته ورکړه.

د انگلستان ټيم هند د ۴۴۵ منډو هدف ټاکلی و، خو د لوبې پر وروستۍ ورځ د هند ټوله لوبډله یواځې په ۱۷۸ منډو وسوځېده.

په بالنګ کې د انګلستان له خوا معین علي د ۴۷ منډو پر سر د هند ۶ او جیمز انډرسن د ۲۴ منډو په بدل کې ۲ توپ وهونکي یا بیټسمینان وسوځول.

له دې وړاندې، دویم ټیسټ میچ هند ګټلی و او لومړی ټیسټ میچ بیا برابر یا مساوي پای ته رسیدلی و.

دغه ډول اوس دواړه لوبډلې د روانو پنځو ټیسټ میچونو په لړۍ کې ۱-۱ مساوي پر مخ ځي.

د لوبو د لړۍ څلورمه هغه به د راتلونکې پنجشنې په ورځ د انګلستان په اولډ ټرفرډ لوبغالي کې تر سره شي.

د انګلستان نننۍ بریا د ټیم کپتان الیسټر کوک لپاره هم د اهمیت وړ ده، ځکه چې په وروستیو څو لوبو کې د ناکامۍ له کبله پر کوک او د انګلستان پر نورو لوبغاړو ډیرې نیوکې کیدې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د انګلستان نننۍ بریا د ټیم کپتان الیسټر کوک لپاره هم د اهمیت وړ ده، ځکه چې په وروستیو څو لوبو کې د ناکامۍ له کبله پر کوک او انګلستان پر نورو لوبغاړو ډېرې نیوکې کیدې.

په ډې ټیسټ لوبه کې کوک په لومړي وار بيټنګ (يا اننگز) کې ۹۵ او دویم وار ۷۰ منډې جوړې کړې.

د کوک تر څنګ د انګلستان درې نور تجربه لرونکي توپ وهونکي هم په دې لوبه کې ښه وځلېدل.

په دغو دریو لوبغاړو کې یو بیټسمین ایین بیل و چې سلیزه یې پوره کړه او دوه نور بالران جیمز انډرسن او سټورټ براډ وو چې په ګډه يې ۱۰ ویکټې واخیستې.

پرون د لوبې د څلورمې ورځې تر پایه هند د ۴ ویکټو يا لوبغاړو پر سر ۱۱۲ مندې کړې وې او د انګلستان هڅه دا وه چې نن د ورځې په وروستۍ ورځ د هند پاتې لوبغاړي ژر ژر وسوځوي او همداسې وشول.

د انګلستان بالر معین علي د خپل ورو یا سپېن بالنګ پر مټ لوبه د انګلستان په بري پای ته ورسوله.

په دې میچ کې د دواړو لوبډلو له خوا شوې منډې په دې ډول وې:

انګلستان لومړی وار بیټنګ: د ۷ ویکټو پر سر ۵۶۹ منډې.

هند لومړی وار بیټنګ: د ټولو ۱۰ ویکټو پر سر ۳۳۰ منډې.

انګلستان دویم وار بیټنګ: د ۴ ویکټو پر سر ۲۰۵ منډې.

هند دویم وار بیټنګ: د ټولو ۱۰ ویکټو پر سر ۲۶۶ منډې.

ورته مطالب