کندهار کرېکټ لوبغالي جوړیدو سره د هند مرسته

د انځور حقوق b
Image caption دغه لوبغالی د کندهار ښار په عینو مېنه سېمه کې جوړېږي

د افغانستان د کرېکټ شورا د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي، هند په کندهار کې د کرېکټ لوبغالي د جوړولو لپاره له دغه هېواد سر د یو میلیونو ډالرو مرسته کړې.

د دغې اعلامیې له مخې دغه لوبغالی د افغانستان د کریکت شورا له خوا ځانګړې شوې ځمکې باندې جوړیږي چې د کندهار ښار په عینو مېنه کې موقعیت لري.

د افغان کرېکېټ بورډ اجرایوي مشر نور محمد مراد بي بي سي ته وویل، چې لوبغالی په ۲۰ جریبه ځمکه کې جوړیدونکی دی، او یو میلون ډالر لګښت پرې راځي،چې هند یې ورکوي.

د افغانستان د کرېکټ شورا په وینا دغه بودیجه د هند له خوا د هغو وړو پرمختیايي مرستو څخه ده چې دا دوه کاله خبرې پرې روانې وې، افغانستان دولت ته ورسپارل کېږي.

د افغانستان کرېکټ شورا وايي، په افغانستان کې د لوبو پرمختک لکه کرېکټ او فوټبال د افغانانو د ملي یووالي لامل کېږي په ځانګړي ډول د ځوانانو تر منځ، او هیله یې څرګنده کړې چې د دغه لوبغالی جوړول به د ولس د پرمختک او اوساینې سبب شي.

د افغانستان د کرېکټ شورا ټینګار وکړ چې د کندهار ولایت د کرېکټ د پرمختک لپاره له مهمو سېمو څخه ده او کوښښ کېږي چې د دغه لوبغالي په جوړولو سره به د کرېکټ لوبې د پرمختګ او په دې لوبه کې د پیاوړو روزونکو د رامنځته کېدو سبب شي.

کرېکټ افغانستان کې نوی دی خو لاس ته راوړنې یې ډېرې دي.

د طالبانو د ریژیم له پرځیدو نه وروسته په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان کریکت ملی ټیم د کرېکټ نړیوال شورا غړيتوب تر لاسه کړ.

تر اوسه دغه تیم ډېرې لاس ته راوړنې په ملي او بین المللې کچه درلودې.

Image caption تر اوسه د افغانستان ملي تیم ډېرې لاس ته راوړنې په ملي او بین المللې کچه درلودې.

د افغانستان د کرېکټ ملی ټیم تېر عیسوي کال په اکتوبر میاشت کې د کینیا د ملي ټیم په وړاندې د ۵۰ اووره لوبې په ګټلو سره د ۲۰۱۵ کال د کرېکټ نړیواله اتلولۍ ته لار پیدا کړه. همدارنګه تېره اونۍ د میدان وردګو ولایت د کرېکټ لسګونه لوبغاړو د دغه ولایت والي سره په لیدنه کې د کرېکټ لوبې لپاره د یوه لوبغالې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

دغه لیدنه، چې تېره پنجشنبه (اګست ۷) د ولایت په مقام کې ترسره شوه، د کرېکټ لوبغاړو په استازیتوب په میدان وردګو ولایت کې د کرېکټ بورډ استازي ناصر وویل: په دغه ولایت کې د کرېکټ ګڼ شمېر لوبغاړي شته، خو د لوبې کولو لپاره هیڅ معیاري لوبغالی نلري.

نوموړی زیاته کړه، که د دوی لپاره معیاري لوبغالی جوړ شي، نو د دغه ولایت د کرېکټ لوبغاړې به د هېواد د ولایتونو په کچه ښې لاسته راوړنې راوړي .

د میدان وردګو والې ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې امر ښاغلي حقبین او کرېکټ بورډ له استازي ښاغلي ناصر مننه وکړه، چې دښو کړنو په ترسره کولو سره یې لوبغاړو دغه ولایت ته ګڼ شمېر لاسته راوړنې راوړي .

نوموړي همدا راز د کرېکټ لوبغاړو سره ژمنه وکړه، چې کرېکټ لوبغالي لپاره یې مناسب ځای به واک کې ورکړی خو د چارو د پیل کیدو لپاره به یې نورې هلې ځلې هم وکړي.

د میدان وردګو والې همدا راز یادو لوبغاړو سره د کرېکټ د بېلابېلو وسایلو مرسته هم وکړه، چې په کې هر لوبغاړې ته لباس، بوټان، د کرېکټ توپونه، بیټونه، ویکټې او نورو وسایل شامل وو.

ورته مطالب