سچن ټنډولکر، د هند د پارلمان ناسوب غړی

د انځور حقوق Reuters
Image caption سچن ټنډولکر ویلي وو چې پارلمان کې به د لوبو سره پر تړلي مسلو خبرې کوي.

د بي بي سي خبریال سوتیک بسواس لیکنه:

دوه کاله وړاندې د هند د کرېکټ لوبې پخوانی اتل لوبغاړی سچن ټنډولکر د حکومت له خوا په افتخاري ډول د هند پارلمان راجیه سبها (مشرانو جرګې) ته ونومول شو.

هغه مهال دې کار ته په اشاره، یوې ورځپاڼې لیکلي وو چې "خدای (هندیان سچن ټنډولکر د کرېکټ خدای بولي) نوی کور پېدا کړی".

دغه ورځپاڼې، لکه چې د راتلونکې د ستونزو په اړه له وړاندې خبره وه، دا هم ویلي وو چې هندیان ښایي د حکومت د دغې پرېکړې هرکلی وکړي خو پایله به یې مثبته نه وي.

د ورځپاڼې په وینا، هغه مهال ټنډولکر د کرېکټ یو فعاله لوبغاړی و چې هر کال به یې تر ۲۰۰ ډېرې ورځې د کرېکټ په میدان کې تیرولې.

ځکه نو له خلکو سره دا وېره وه چې ټنډولکر ښايي د پارلمان دندې ته په کافي توګه وخت پیدا نه کړي.

او د خلکو وېره او اندېښنه رښتیا شوه.

د هند د پارلمان پر سر شوې یوه څېړنه ښیي چې ټنډولکر سږ کال ان د پارلمان یوې غونډې ته هم نه دی راغلی.

تېر کال یې بیا یواځې په دریو غونډو کې برخه اخیستې وه خو په بحثونو کې یې ګډون نه و کړی.

په عمومي ډول د هند د پارلمان د غړو د حاضرۍ کچه ۷۷ سلنه ده خو ټنډولکر تر دوی ډېر شاته پاتې او پارلمان کې یې د حاضرۍ کچه یوازې ۳ سلنه ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هندیان سچن ټنډولکر د کرېکټ خدای بولي.

ټنډولکر د تېر کال نومبر میاشت کې د ۲۴ کلونو لوبې وروسته له کرېکټ څخه تقاعد وکړ خو د دې سربېره یې پارلمان کې شتون نه تر سترګو کېږي.

ځکه نو واضحه ده چې دی یا پارلمان ته وخت نه لري او یا یې ورته زړه نه کېږي.

د هند په هر پارلمان کې شاوخوا دولس نومیالي هندیان د ادبیاتو، ساینس، هنر او ټولنیزو خدمتونو په برخو کې د خپلو لاسته راوړنو، ځانګړو پوهو اوعملي تجربو په خاطر په افتخاري ډول پارلمان ته نومول کېږي.

د ۱۹۵۲ کال را پدېخوا تر اوسه تر۲۰۰ ډېر هندي پوهان، ډاکټران، لیکوالان، ژورنالیستان، شاعران، هنرمندان او ټولنیز کارکونکي په افتخاري ډول د دې هېواد پارلمان ته نومول شوي دي.

خو د ټنډولکر په ګډون له دغو افتخاري غړیو څخه ډیریو یې د پارلمان او مشرانو جرګو په غونډو کې د پام وړ کار نه دی کړی.

سره له دې، تېرو کلونو کې د هند پارلمان یو محدود شمېر داسې افتخاري غړي هم درلودل چې د خپلې پارلماني دندې پر مټ یې یو لړ مهم کارونه کړي دي لکه:

  • په ۱۹۵۳ کال کې نڅاګرې روکمیني دېوي اروندالې د څارویو پر وړاندې د ظلم او زیاتي پر ضد د هند په پارلمان کې د قانون د یوې مسودې په وړاندې کولو کې مهم رول ولوباوه.
  • په ۱۹۵۲ کال کې نومیالي هنرمند پریتوي راج کپور د پارلمان غړو ته په خپله وینا کې د یوه داسې ملي تیاتر د جوړولو پر سر ټینګار وکړ چې خلکو ته د "ناستې ولاړې، کړو وړو او ښو اخلاقو" لارې چارې وښيي.
  • په ۱۹۷۳ کال کې کارتون جوړونکي ابو ابراهم ځینو وچکالۍ ځپلو سیمو ته د خپل سفر په تړاو په فصیح ژبه وینا وکړه.
  • د هند یو د تر ټولو نومیالی لیکوال آر کی نراین پارلمان ته په خپله لومړنۍ وینا کې د ښوونځیو د زده کونکو د درنو بکسونو په اړه خبرې وکړې. نوموړي ويلي وو: "د ښوونځیو د دغو درنو بکسونو له کبله د ډیرو ماشومان ملاوې کږېږي. زه داسې ماشومان پېژنم چې له همدې امله ورته د ملا سخت تکلیفونه پیدا شوي دي".

خو ټنډولکر تر اوسه پارلمان کې خبرې نه دي کړې.

ځینې خلک پارلمان کې د ده پر غیر حاضری غوصه هم دي.

یوه لیکوال د ټوکې په ډول لیکلي وو: "که ټنډولکر پارلمان کې کار نه کوي نو غړیتوب یې ما ته راکړئ".

تاریخ پوه راماچندرا ګوها چې پر کرېکټ یې ډیرې لیکنې کړې ویلي چې پارلمان کې د دغه اتل لوبغاړي غیر حاضري خواشینونکې ده او دا چې دغه کار د ټنډولکر له شخصیت سره نه ښایي.

ښاغلي ګوها ویلي: "د کانګریس ګوند د ټاکنو له مودې نه لږ وړاندې ټنډولکر پارلمان ته ونوماوه. او زه فکر کوم د دوی دغه کار سیاسي موخه درلوده. دوی غوښتل چې په دې کار سره په هند کې د کرېکټ لوبې د مینه والو ملاتړ تر لاسه کړي. زه په دې بارو یم چې ټنډولکر باید د پارلمان د غړیتوب وړاندیز نه وی منلی. هغه د پارلمان کار ته هیڅ جوړ نه دی او په دې برخه کې پاتې راغلی".

په یو حساب، ښاغلی ګوها رښتیا وايي. ټنډولکر د خپلو ځینو نورو د کرېکټ لوبې د ملګرو لکه راهول ډرېوید سره په توپیر ډېرې خبرې نه کوي او د لوبې په اړه یې هیڅکله هم خپل نظرونه نه دي ډاګیزه کړي.

ټنډولکر په پارلمان کې د خپلې غیرحاضری په اړه څه نه دي ويلي. ما هڅه وکړه مدیر ته یې زنګ ووهم خو ځواب یې را نه کړ.

دوه کاله وړاندې، د ۲۰۱۲ کال د جون په میاشت کې د لوړې پر مهال ټنډولکر ویلي وو: "زه غواړم پارلمان کې د لوبو سره پر تړلي مسلو خبرې وکړم".

هند یې د خبرو په انتظار کې دی.

ورته مطالب