ماریو بلټالي لیورپول وپېره

د انځور حقوق AFP
Image caption ماریو بلټالي په ۲۰۱۰ کال کې مانچسټر سټي له انټر مېلان نه د ۴۰ مېلیون ډالرو په ارزښت وپېره

د اېټالیایي فوټبال کلب ای سي مېلان تکړه برید ګر لوبغاړی ماریو بلټالي د انګلستان غوره لیګ لوبډلې لېورپول د ۲۹ مېلیون ډالرو په ارزښت وپېره.

ای سي مېلان نوموړی تېر کال د ۳۲ میلیون ډالرو په بیه له مانچسټر سټي رانیولی و.

بلټالي د اېټالیا ملي لوبډلې ته هم لوبه کوي او د فوټبال د اوسني عصر له غوره بریدګرو لوبغاړو شمېرل کېږي.

نوموړي په تير لوبیز کال کې د ای سي مېلان لپاره په ۵۴ لوبو کې ۳۰ ګولونه کړي و.

د لیورپول روزونکي برېنډن راجرز ویلي د لویس سوارېز له پلورلو وروسته یې یو فارورډ لوبغاړي ته اړتیا وه.

د انځور حقوق getty
Image caption ای سي مېلان نوموړی تېر کال د ۳۲ میلیون ډالرو په بیه له مانچسټر سټي رانیولی و

نوموړي ویلي ۲۴ کلن بلټالي په راتلو به یې د برید کرښه نوره هم پیاوړې شي.

لېورپول به د مهال وېش سره سم د راتلونکي دوشنبې په ورځ د مانچسټر اتحاد لوبغالي ته سفر کوي چې له مانچسټر سټي سره خپله "اوې" یا له کوره لرې سیالي ترسره کړي.

ماریو بلټالي په ۲۰۱۰ کال کې مانچسټر سټي له انټر مېلان نه د ۴۰ مېلیون ډالرو په ارزښت وپېره.

نوموړي په ۲۰۱۲ لوبیز کال کې د سټي لپاره ۳۰ ګولونه وکړل او د مانچسټر سټي لپاره یې په لومړي ځل د پریمیرلیګ اتلولۍ په ګټلو کې مهم رول ولوباوه.

د مانچشټر سټي له پخواني روزونکي مانچیني سره د نوموړي اړیکې ښې نه وې او څو ځل د دواړو تر منځ جنجالونه د خبرونو سر ټکي و.

د ای سي مېلان کلب په یوه رسمي وینا پاڼه کې ویلي چې ښاغلي بلټالي د ای سي مېلان لوبډلې له نورو لوبغاړو، خپلو ملګرو او د ادارې له کارکوونکو سره مخه ښه کړې.

په انګلستان کې نوموړی ګڼ شمېر پلویان لري چې ښایي د ده راتګ ته خوشحاله وي.

نوموړی نه یوازې د خپلې ښې لوبې بلکې د خپلو وېښتانو د رنګارنګ اندازونو له کبله هم د فوټبال مینه والو تر منځ مشهور دی.

ورته مطالب