د سریلنکا بیټسمینانو پاکستان مات کړ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پاکستان لومړی میچ پر ۴ وېکټو ګټلی و.

د پاکستان او سریلنکا تر منځ د دریو یو ورځنیو میچونو په دوهمه هغه کې سریلنکا پاکستان ته پر ۷۷ منډو ماته ورکړه او سیریز یې ۱-۱ برابر کړ.

سریلنکا پچه وګټله او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه.

د پیچ په اړه وړاندوینه دا وه چې ښايي د سپنرانو سره مرسته وکړي خو منډې به هم پرې ډېرې وشي.

د سریلنکا د سر درې بیټسمینان د تېزې لوبې په هڅه کې ژر ژر وسوځېدل او یو مهال یې په لس اورونو کې ۶۲ منډو په بدل کې ۳ لوبغاړي سوځېدلي وو.

تر دې وروسته مهېلا جېوردنا او انجېلو متیوس د لوبې کنترول په خپل لاس کې واخیست او په خپله ملګرتیا کې یې ۱۲۲ چټکې منډې جوړې کړې.

متیوس پر ۹۳ او جېوردنا پر ۶۷ منډو وسوځېدل.

په پای کې تیسارا پرېرا پر ۳۶ بالونو تېزې ۶۵ منډې وکړې او د سریلنکا ټولې منډې یې ۳۱۰ ته جګې کړې.

د پاکستان له لوري وهاب ریاض ۴ او محمد حفیظ ۳ وېکټې واخیستې.

خو په ټوله کې د پاکستان بالرانو ډېرې مندې ورکړې. یوازې محمد حفیظ و چې په هر اوور کې یې د ۵ نه په کم اوسط منډې ورکړې وې.

د سریلنکا د ۳۱۰ منډو هدف ډېر ګران ښکارېده ځکه په تېر کې هیڅ ټیم په سریلنکا کې تر ۳۰۰ پورته هدف نه و تر لاسه کړی.

خو پاکستان په لومړي میچ کې له بریا وروسته پر ځان ډېر باور درلود.

که څه هم د سر بیټسمین شرجیل خان یې ژر وسوځېد خو احمد شهزاد او محمد حفیظ په خپله چټکه ملګرتیا کې د پاکستان منډې په ۱۸ اورونو کې ۱۱۸ ته ورسولې.

شهزار پر ۵۶ او حفیظ پر ۶۲ منډو وسوځېدل او تر دوی وروسته پاتې لوبغاړو ښه لوبه و نه شوه کړای.

مصباح الحق او فواد عالم یو څه مقاومت وکړ خو د سریلنکا منډې ډېرې زیاتې وې ځکه نو دوی هم تر فشار لاندې خپلې وېکټې له لاسه ورکړې.

په پای کې د پاکستان ټوله لوبډله په ۴۳،۵ اورونو کې پر ۲۳۳ منډو وسوځېده او سریلنکا دغه میچ پر ۷۷ وېکټو وګاټه.

د سریلنکا له خوا پرېرا د پاکستان درې او ملېنګا، هېرات او پرسانا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

سیریز اوس ۱-۱ مساوي دی او وروستی ټاکونکی میچ به د اګست پر ۳۰ مه د سریلنکا په ډمبولا لوبغالي کې تر سره شي.

ورته مطالب