فوټبال: مانچیسټر یونایټیډ ۰-۴ ماته وخوړه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ون خال تر مشرۍ لاندې دا د مانچیسټر یونایټیډ یوه بله او شرمونکې ماته ده.

تېره شپه د کېپېټل ون جام د سیالیو په لړ کې نسبتا کم تجربه لوبډلې اېم کې ډانز د مانچیسټر یونایټیډ پیاوړې لوبډلې ته ۰-۴ سخته ماته ورکړه.

د لویس ون خال تر روزنیزې مشرۍ لاندې دا د غوره لیګ پیاوړې لوبډلې مانچیسټر یونایټیډ یوه بله او شرمونکې ماته ده.

په لوبغالي کې د نږدې ۲۷ زره لیدونکو په مخ کې د اېم کې ډانز لوبغاړو له انرژي ډکه او خورا مسلکي لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د لوبې تر پایه مانچیسټر یونایټیډ ان یو ګول هم و نه شو کړای او یوازې یو شوټ یې تر ځایه ګول ته برابر و خو مقابل ټیم یې دفاع وکړه.

تر دې وړاندې د مانچیسټر یونایټیډ لوبډلې د غوره لیګ جام د سیالیو په لومړۍ لوبه کې له سوانسي ماته وخوړه او سنډرلینډ سره یې میچ برابر پای ته ورسېد.

په دې لوبه کې د مانچیسټر یونایټیډ لوبډلې دوه نوي لوبغاړي سېډي جنکو او رییس جېمز و ازمویل ځکه نو تر یوه بریده یې ټیم کې د تجربې کمی احساس شو.

تر دې وړاندې، د غوره لیګ د سیالیو په لړ کې د مانچیسټر سیټي لوبډلې د لیورپول ټیم ته ۳-۱ ماته ورکړه او دغه ډول یې خپلې شوې دواړه لوبې وګټلې.

د غوره لیګ سیالیو دفاعي اتل مانچیسټر سیټي په ډېرې اسانۍ سره د تېر سیزن دوهم مقام ګټونکي ټیم لیورپول ته ماته ورکړه.

په لومړۍ نیمايي کې لیورپول ښه لوبه وکړه خو په دوهمه هغه کې د مانچیسټر سیټي لوبډله په ښکاره ډول برلاسې وه.

د غوره لیګ سیالیو اووه نورې لوبې به د شنبې پر ورځ (د اګست ۳۰ مه) تر سره شي.

ورته مطالب