جنوبي افريقا د ۳۲۸ منډو هدف پوره کړ

Image caption جنوبي افريقا تېزه لوبه پيل کړه او ورکړای شوی هدف يې يوازې د دريو لوبغاړو د سوځېدو پر سر پوره کړ

د زمبابوې په هرارې ښار کې د دريو هېوادونو ترمنځ اتلوليو په لومړۍ لوبه کې جنوبي افريقا استراليا ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه.

پچه د جنوبي افريقا لوبډلې وګټله او لومړی استراليا ته د لوبې بلنه ورکړه.

استراليا لومړۍ لوبه وکړه او د اوو لوبغاړو پر سر يې جنوبي افريقا ته د ۳۲۸ منډو هدف ورکړ.

جنوبي افريقا د اې بي ډویلير او فاف ډوپليسې د سليزو په برکت دغه هدف په ۴۶،۴ اوورونو کې يوازې د دريو لوبغاړو د سوځېدو په سر پوره کړ.

ډويلير د ۱۱ څلوريزو او دوو شپږيزو پر مټ ۱۳۶ منډې وکړې او تر پايه و نه سوځېد او ډوپليسي د ۱۱ څلوريزو او يوې شپږيزې پر مټ بيا ۱۰۶ منډې وکړې.

د استراليا له لوري مچل سټارک دوه مخالف لوبغاړي وسوځول او رچرډسن بيا يو لوبغاړی وسوځاوه.

تر دې وړاندې استراليا په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د اوو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۳۲۸ منډې وکړې.

د استراليا دوو لوبغاړو فنچ او بيلې په زړه پورې لوبه وکړه او د جنوبي افريقا لوبډلې ته د دومره ستر هدف په ورکولو کې يې لوی لاس درلود.

فنچ د ۹ څلوريزو او يوې شپږيزې پر مټ ۱۰۲ منډې وکړې او جارج بيلي د دريو څلوريزو او دريو شپږيزو پر مټ ۶۶ منډې وکړې.

د جنوبي افريقا بالرانو مورني مورکل، ميکلارن او عمران طاهر د استراليا دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

د جنوبي افريقا اې بي ډويلير د لوبې تکړه لوبغاړی غوره شو.

په دغه ټورنمنټ کې له جنوبي افريقا او استراليا پرته دريمه لوبډله د زمبابوې ده.

ورته مطالب