کرېکټ: جنوبي افریقا زمبابوې ته ماته ورکړه

Image caption د زمبابوې کم تجربه بیټسمینانو د جنوبې افریقا د بالرانو مخ کې مقاومت و نه شو کړای.

په زمبابوبې کې روانې د جنوبي افریقا، استرالیا او زمبابوې تر منځ د کرېکټ د درې هېوادیزو لوبو په درېمه هغه کې جنوبي افریقا زمبابوې ته پر ۶۱ منډو ماته ورکړه.

د بالرانو د ښه توپ اچونې له کبله جنوبي افریقا په دغه بریا کې یو اضافي امتیاز (بونس پواینټ) هم تر لاسه کړ.

پچه زمبابوې وګټله او لومړی یې جنوبي افریقا د بیټنګ بلنه ورکړه.

اوپنرانو کپتان هاشم امله او ډي کاک جنوبي افریقا ته ښه پیل ورکړ او په ۲۴ اورونو کې یې ۱۴۲ منډې جوړې کړې.

امله پر ۸۰ توپونو ۶۶ منډې او ډي کاک پر ۷۶ توپونو چټکې ۷۶ منډې وکړې.

خو له اوپنرانو وروسته یې نور لوبغاړي ښه و نه ځلېدل او پای کې یې ټول ټیم په پنځوسم اور کې پر ۲۳۱ منډو وسوځېد.

د زمبابوې له خوا په بالنګ کې پراسپر اوټسیا د ۳۶ منډو په بدل کې ۵ او نیامبو د ۴۲ منډو په بدل کې ۳ وېکټې واخیستې.

اوټسیا په خپل بالنګ کې یو هیټریک (پرله پسې درې لوبغاړي سوځول) هم تر لاسه کړ او په دریو توپونو کې یې ډي کاک، روسوو او ډېوېد مېلر وسوځول.

د زمبابوې له پیاوړي بالنګ نه وورسته داسې برېښېده چې ښايي دوی خپلو بیټسمینانو ته د جنوبي افریقا په څېر د قوي ټیم د ماتولو ښه چانس ورکړی وي.

خو د زمبابوې کم تجربه بیټسمینانو د جنوبې افریقا د بالرانو مخ کې مقاومت و نه شو کړای او ټول ټیم یې په ۳۹م اور کې پر ۱۷۰ منډو وسوځېد.

د زمبابوې له لوري شان ویلیمز ۴۶ او سکندر رضا ۳۵ منډې جوړې کړای شوې.

د جنوبي افریقا له لوري ډېل سټېن او مکلرېن ۳، ۳ او فنګیسو ۲ وېکټې واخیستې.

له دې بریا سره اوس جنوبي افریقا د جدول په سره کې ځای ونیو.

د دغه درې هېوادیزو لوبو بل میچ به د استرالیا او زمبابوې تر منځ د اګست پر ۳۱مه (یکشنبه) تر سره شي.

ورته مطالب