غوره لیګ: چیلسیا اېورټن ته ۶-۳ ماته ورکړه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د چیلسیا روزونکی جوس مورینو په دې اند و چې لوبډله یې د دفاع په برخه کې پیاوړې نه وه.

پرون د انګلستان فوټبال د غوره لیګ سیالیو په لړ کې اووه نورې لوبې وشوې. چیلسیا خپله لوبه د اېورټن پر وړاندې ۶-۳ وګټله خو روزونکی یې خوشحاله نه و.

د چیلسیا روزونکی جوس مورینو په دې اند و چې لوبډله یې د دفاع په برخه کې پیاوړې نه وه.

ښاغلي مورینو وویل: "ټولو د لوبې نه خوند واخیست خو ماته جالبه نه وه. موږ دومره ډېرې دفاعي تېروتنې نه شو کولی".

نوموړي زیاته کړه: "نورو برخو کې مو لوبه ښه وه خو دفاع کې لا نور کار ته اړتیا ده".

د مانچیسټر یونایټیډ او برنلې لوبه ۰-۰ مساوي پای ته ورسېده او په دې ترتیب، د مانچیسټر یونایټیډ پیاوړې لوبډلې تر اوسه هم په روان سیزن کې بریا نه ده ترلاسه کړې.

که څه هم لوبه مساوي شوه خو د شنونکو په اند برنلې په پرتلیز ډول ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د سټوک نسبتا کم تجربه لوبډلې د مانچیسټر ټیم ته د دوی په کور کې په حیرانونکي ډول ۱-۰ ماته ورکړه.

دا په مانچیسټر کې د سټوک لوبډلې د غوره لیګ سیالیو لومړۍ بریا وه.

د نیو کاسل او کریسټل پلېس تر منځ له سختې او ډرامتیکې سیالۍ وروسته لوبه ۳-۳ مساوي پای ته ورسېده.

د کریسټل پلېس لوبغاړي ویلفرایډ زاها په ۹۵ مه دقیقه کې ګول وکړ او لوبه یې ۳-۳ مساوي کړه.

کیو پي آر په خپله لوبه کې سنډرلنډ ته ۱-۰ ماته ورکړه. دا په دې سیزن کې د کیو پي آر لومړۍ بریا وه.

بل خوا سنډرلنډ لا تر اوسه هم په روانو غوره لیګ سیالیو کې بریا نه ده تر لاسه کړې.

سوانسي خپلې سیالې لوبډلې ویسټ بروم ته ۳-۰ ستره ماته ورکړه. دا په روان سیزن کې د ویسټ بروم لومړۍ ماته وه او د سوانسي پرله پسې درېیمه بریا وه.

د ورځې په وروستۍ لوبه کې سوتیمپټن د ویسټ هم لوبډلې ته ۳-۱ ماته ورکړه.

نن به د غوره لیګ سیالیو په لړ کې درې نورې لوبې ترسره شي.

ورته مطالب