زمبابوې ۳۱ کاله وروسته استرالیا ته ماته ورکړه

د زمبابوې، استرالیا او جنوبي افریقا تر منځ د درې هېودایزو یو ورځنیو کرېکټ میچونو په سیریز کې زمبابوې استرالیا ته پر دریو وېکټو حیرانونکې ماته ورکړه.

دا په تېرو ۳۱ کلونو کې د استرالیا پر وړاندې د زمبابوې لومړۍ بریا وه.

پچه استرالیا وګټله او بیټسمینانو لپاره یې په مناسب پیچ لومړی خپله د بیټنګ پرېکړه وکړه.

خو د زمبابوې د ورو (سپن) بالرانو چې په ټوله کې یې ۶ وېکټې واخیستې پر وړاندې یې مقاومت و نه شو کولی.

استرالیا په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یوازې ۲۰۹ منډې جوړې کړای شوې. یو مهال یې په ۲۹ اورونو کې پر ۹۷ منډو ۵ لوبغاړي سوځېدلي وو.

وروسته بیا د کپتان مایکل کلراک ۶۸ منډو او وېکټ ساتونکي برډ هډېن ۴۹ منډو پر مټ استرالیا تر پایه ۲۰۹ منډې جوړې کړې.

کلراک په ۴۳م اور کې پر ۶۸ منډو په پښه کې د ټپ له کبله خپل بیټنګ ته دوام ور نه شو کړای.

استرالیا وروسته اعلان وکړ چې کلراک د دغه درې هېوادیز سیریز پاتې لوبو کې برخه نه شي اخیستلی او د معایناتو لپاره به بېرته هېواد ته ستون شي.

د ۲۰۹ منډو هدف په ځواب کې د زمبابوې بیټسمینان هم له ستونزه سره مخامخ شول او پر ۱۰۶ منډو یې ۵ لوبغاړي وسوځېدل.

خو دغه مهال یې کپتان اېلټن چېګومبورا بیټنګ ته راغې، پر ۶۸ توپونو یې ۵۲ منډې جوړې کړې، تر پایه و نه سوځېد او خپله لوبډله یې په ۴۸ اورونو کې بریالۍ کړه.

د اتمې وېکټې په ملګرتیا کې چېګومبورا د پراسپر اوټسیا سره ۵۵ منډې جوړې کړې. اوټسیا ۳۰ منډې وکړې او دی هم نه سوځېد.

د ۱۹۸۳ نړیوال جام په سیالیو کې له بریا وروسته دا د کرېکټ په تاریخ کې د استرالیا پر وړاندې د زمبابوې یوازې دوهمه د یو ورځنیو لوبو بریا ده.

تر دې وړاندې، زمبابوې د افغانستان پر وړاندې د څلورو یو ورځنیو لوبو سیریز ۲-۲ مساوي پای ته رسولی و.

د دغه درې هېوادیز سیریز بله لوبه به د سه شنبې پر ورځ د جنوبي افریقا او استرالیا تر منځ تر سره شي.

ورته مطالب