ثقلین د اجمل بالنګ بڼې سمولو کې مرسته کوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption "که اړتیا وه نو زه به تر خپلې وسې د سعید اجمل مرسته او ملاتړ وکړم".

د پاکستان کرېکټ بورډ د سعید اجمل د بالنګ بڼې (اکشن) د سمولو په موخه پخوانی مشهور سپن بالر ثقلین مشتاق په دندې ګومارلی دی.

ثقلین مشتاق به په پاکستان کې د سعید اجمل د بالنګ پر بڼې کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا د سعید اجمل د بالنګ بڼه ناقانونه بللې وه.

اجمل به تر هغه په نړیوال کرېکټ کې لوبه و نه شي کړای چې خپل د بالنګ بڼې ته یې د آی سي سي قوانینو پر بنسټ بدلون نه وي ورکړی.

پر سعید اجمل د بندیز له اعلان سملاسي وروسته ثقلین مشتاق په یوه ټویټ کې ویلي وو:

"که اړتیا وه نو زه به تر خپلې وسې د سعید اجمل مرسته او ملاتړ وکړم".

ثقلین مشتاق د خپل وخت تر ټولو بریالی سپن بالر و او د سپن بالنګ مشهور بال دوسرا (دوهمه) هم همده معرفي کړې و.

Image caption سعید اجمل اوسمهال د لومړیو یو ورځنیو لوبو په جدول کې د اولې شمېرې بالر دی.

وروسته بیا د (دوسرا) بال کارولو پر مټ د سریلنکا مورلي دهرن، سعید اجمل او نورو سپن بالرانو په نړیوال کرېکټ کې بریالیتوبونه تر لاسه کړل.

۳۷ کلن ثقلین مشتاق اوسمهال بریتانیا کې د خپلې اکاډمۍ ځوانو لوبغاړو ته روزنه ورکوي.

د پاکستان په استازیتوب په خپل کرېکټ کیریر کې نوموړي ۲۰۸ د ټیسټ او ۲۸۸ د یو ورځنیو لوبو وېکټې اخیستې دي.

تر دې وړاندې، د پاکستان پر ورو بالر سعید اجمل د ناقانونه بالنګ بڼې (اکشن) له ا مله د کرېکټ د نړیوالې شورا (آی سي سي) له خوا بندیز لګول شوی و.

تېره میاشت د سریلنکا پر وړاندې د لومړي ټیسټ میچ پر مهاللوبڅارانو داسې راپور ورکړی وچې ښايي د اجمل د بالنګ اکشن ناقانونه وي.

آی سي سي ویلي و له څېړنو وروسته دا جوته شوې چې د اجمل اچول شويو ټولو توپونو "د ۱۵ درجې له حد نه سرغړونه کړې ده".

د آی سي سي د قوانینو پر بنسټ یو بالر کولی شي د بالنګ پر مهال یوازې تر ۱۵ درجو پورې خپل لاس نېغ کړي.

ورته مطالب