د کرېکېټ نړيوالې اتلولۍ جام کابل ته رسېدلی

د انځور حقوق AFP

د ۲۰۱۵ کال کرېکېټ نړیوالۍ اتلولۍ جام د شنبې پرورځ (د سپتمبر پر ۱۳مه) کابل ته ولېږدول شو.

افغان چارواکو د کابل پر هوايي ډګر خبریالانو ته وویل چې د جام لېږد پر افغان وګړو او شته امنیت د کرېکېټ نړیوالې شورا باور ښيي.

د کرېکېټ افغان لوبغاړو هم ویلي هېواد ته يې د جام ورتګ دې نړيوالې اتلولۍ لپاره د چمتوالي روحیه پياوړې کوي.

په کابل ګې زموږ خبريال مصطفی سالک وايي د کابل هوايي ډګر مخې ته له دې کبله د خوښيو نوې څپه هسکه وه چې د نړیوال کپ جام کابل ته ور ورسېد.

د کرېکېټ نړیوالې شورا له دود سره سم جام ټولو هغو هېوادونو ته لېږدول کېږي چې د کرېکېټ ۵۰ اوریز نړیوال کپ سیالیو ته يې لار موندلې ده.

د کرېکېټ دغه اتلولي د ۲۰۱۵ میلادي کال د فبرورۍ پر ۱۴ مه پیل او د مارچ تر ۲۹ مې به په نوي زيلنډ او اسټرالیا کې ترسره کېږي.

جام يې افغانستان ته د شنبې پر ورځ له متحده عربي ولېږدول شو.

'يو وخت به یې ګټو'

د افغان کرېکېټ بورډ اجرایوي مشر نورمحمد مراد چې جام ورسره و، له الوتکې له کوزېدو وروسته خبریالانو ته وویل چې ټاټوبي ته يې د جام لېږدول پر افغانانو او شته امنیت د کرېکېټ نړیوالې شورا (ای سي سي) باور ښيي.

ده وويل "مخکې داسې پتېيل شوې وه چې له بده مرغه دغه جام دلته رانه شي، د خدای په فضل د ادارې او لوبغاړو د ټولو هڅو پايله کې مو جام کورته راغی".

د افغانستان کرېکېټ ملي لوبډلې پخواني کېپتان او لوبغاړي نوروز منګل وویل چې هېواد ته به یې د جام رسېدل د افغان لوبغاړو روحیه پیاوړې کړې او وبه یې هڅوي چې د نړیوال جام په سیالیو کې ښې لوبې وکړي.

ښاغلي منګل وویل "دا يوه بېلګه نه وه، موږ به داسې کوو چې يو وخت به یې ګټو او راوړو به یې، اوس يې راوړل وړه خبره نه وه، يو ځانګړی کوشش او خواري وه، دا دافغانستان لپاره يوغټ وياړ دی".

د انځور حقوق Arg

جام له هوايي ډګره ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږدول شو، او ولسمشر حامد کرزي هم دا خوښي له افغان لوبغاړو سره ولمانځله.

وروسته پر همدې تړاو د کابل د کریکیټ په نړیوال لوبغالي کې یوه غونډه جوړه شوه، او د جام راوړلو خوښي ولمانځل شوه.

د کابل میشتو سفارتونو یو شمېر استازي، د افغان حکومت یو شمېر غړي او نور دولتي چارواکي هم وربلل شوي وو.

په پام کې ده چې دا جام د يکشنبې پر ورځ (د سپتمبر پر ۱۴مه) له کابله پاکستان ته ولېږدول شي.

ورته مطالب