افغان کرېکټ لوبډله اسټرالیا ته ولاړه

د انځور حقوق ACB
Image caption د ملي لوبډلې لوبغاړي به د یوې میاشتې مودې لپاره په اسټرالیا کې وي او هلته به په روزنیزو لوبو کې برخه اخلي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن (سپتمبر ۱۴مه) د راتلونکي نړیوال جام سیالیو ته د بشپړ چمتووالي په موخه د اسټرالیا په لور وخوځېده.

د ملي لوبډلې لوبغاړي به د یوې میاشتې مودې لپاره په اسټرالیا کې وي او هلته به په روزنیزو لوبو کې برخه اخلي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نور محمد مراد رسنیو سره په خبرو کې وویل چې اسټرالیا ته د ملي لوبډلې استول د راتلونکي نړیوال جام سیالیو لپاره د دوی د چمتووالي په موخه دی.

نوموړي زیاته کړه چې د لوبغاړو مورال لوړ او هوډ یې کلک دی او نوي روزونکي به ورسره د فزیکي ځواک په زیاتولو کې مرسته وکړي.

په دغه سفر کې له لوبغاړو سره د افغانستان د ملي لوبډلې نوی روزونکی انډریو مولز هم شریک دی.

د نوموړي په آند د اسټرالیا لوبغالي او پچونه د اسیایي هېوادونو په پرتله تېز او چټک دي نو اړینه ده چې لوبغاړي یې له چاپیریال سره له وړاندې بلد اوسي.

انډریو مولز هیله وښووله چې دغه سفر به له فزیکي او روحي پلوه لوبغاړي لا ښه کړي.

د انځور حقوق ACB
Image caption په دغه سفر کې له لوبغاړو سره د افغانستان د ملي لوبډلې نوی روزونکی انډریو مولز هم شریک دی

نوموړي وویل چې د روزنې پر مهال به یې هڅه دا وي چې د لوبغاړو په پیاوړتیا کار وکړي.

د کرېکټ نړیوال جام لوبې راتلونکی کال د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه پیلېږي او د مارچ تر ۲۹مه نېټه به دوام ولري.

دغه لوبې به په اسټرالیا او نوي زيلانډ کې ترسره شي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ملي لوبډلې د کرېکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته لار موندلې.

افغانستان ته په استول شوې لوبډله کې دغه شل لوبغاړي شامل دي:

محمد نبي عیسی خېل، نوروز منګل، افسر خان، محمد اصغر ستانکزی، میرویس اشرف، سمیع الله شینواری، دولت ځدران، شاپور ځدران، نورعلي ځدران، ګلبدین نایب، شفیق الله شفق، عثمان غني، جاوید احمدي، شرف الدین اشرف، یامین خان، آفتاب عالم، رحمت شاه، حشمت الله، نجیب الله او ناصر جمال.

ورته مطالب