کرېکټ: اپریدی د پاکستان د شل اوره لوبډلې نوی کپتان

د انځور حقوق Getty
Image caption شاهد اپریدي په ۱۹ شل اوره لوبو کې د پاکستان لوبډلې کپتان پاتې شوی چې یوازې ۸ لوبې یې ګټلي او ۱۱ یې بایللي

د پاکستان کرېکټ بورډ شاهد اپریدی د شل اوریزو لوبو لپاره د پاکستان د لوبډلې نوی کپتان ټاکلی.

نوموړي ته دغه دنده د ۲۰۱۶ کال تر نړیوال جام لوبو پورې سپارل شوې.

د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره د باکستان کرېکټ بورډ پر اوسني کپتان مصباح الحق باور ښوولی.

سږ کال بنګله دېش کې د ۲۰ اوریزو لوبو د نړیوال جام پر مهال د پاکستان لوبډله ښه ونه لوبېده او همدا لامل و چې محمد حفیظ له کپتانۍ استعغی وکړه.

د پاکستان کرېکت بورډ ویلي چې راتلونکي ته په پام یې د کوم نوي او ځوان لوبغاړي پر ځای ښه وګڼله چې اپریدي ته د کپتانۍ مسوولیت وسپاري.

شاهد اپریدی د ۲۰۱۱ کال یو ورځنیو سیالیو د نړیوال جام لوبو پر مهال د پاکستان لوبډلې کپتان و او لوبډله یې تر نیمه پایلوبې رسولې وه.

تر هغه وروسته بیا ویسټ انډیز ته د پاکستانۍ لوبډلې د سفر پر مهال د اپریدي او د هغه وخت روزونکي وقاریونس تر منځ لانجه را پورته شوه.

همدا وه چې اپریدی له کپتانۍ ګوښه کړای شو او وقاریونس هم د روغتیا په پلمه د روزونکي له دندې استعفا وکړه.

شاهد اپریدی په ۱۹ شل اوره لوبو کې د پاکستان لوبډلې کپتان پاتې شوی چې یوازې ۸ لوبې یې ګټلي او ۱۱ یې بایللي.

نوموړي تر اوسه په ۷۴ شل اوره لوبو کې د پاکستان استازیتوب کړی او د څلورو پنځوسیزو په ګډون یې ۱۱۱۲ منډې جوړې کړي او تر څنګ یې ۷۷ لوبغاړي هم سوځولي.

ورته مطالب