فوټبال: د چیمپینزلیګ لوبو ګروپ پړاو نن پیلېږي

Image caption له انګلستانه سږ کال په دغو سیالیو کې مانچسټرسټي، لېورپول، چېلسي او ارسنل ګډون لري

د اروپا د فوټبال اتلانو لیګ یا چیمپینزلیګ سیالیو د ګروپ پړاو لوبې نن (سپتمبر ۱۶) ترسره کېږي.

په دغو سیالیو کې د انګلستان څلور لوبډلې ګډون لري.

د اروپا د اتلانو لیګ لوبو په ګروپ پړاو کې ۳۲ لوبډلې ګډون لري او په ۱۶ ګروپونو وېشل شوي.

له انګلستانه سږ کال په دغو سیالیو کې مانچسټرسټي، لېورپول، چېلسي او ارسنل ګډون لري.

د پرېمیرلیګ لوبډله لېورپول به خپله لومړۍ لوبه له لودوګورېټز رازګراد سر ترسره کړي.

لېورپول د انګلستان غوره لیګ لوبو په تېر موسم کې په دویم نمبر راغله او په ډېر کم توپیر د اتلولۍ له ګټلو پاتې شوه.

که څه هم دوی خپل تکړه بریدګر لوبغاړی لویس سواریز وپلوره خو د بلټالي په ګډون یې ځینې نور لوبغاړي وپېرل.

په نننۍ لوبه کې د شنونکو په آند ښايي لېورپول په خپلې سیالې لوبډلې یو څه برلاسې وي.

د انګلش پرېمیرلیګ لوبو بله لوبډله ارسنل هم خپله لومړۍ لوبه له جرمنۍ لوبډلې بروسیا ډورټمنډ سره ترسره کوي.

Image caption د اروپا د اتلانو لیګ لوبو په ګروپ پړاو کې ۳۲ لوبډلې ګډون لري او په ۱۶ ګروپونو وېشل شوي

که ارسنل د انګلستان د فوټبال غوره لوبډله ده نو بروسیا ډروټمنډ بیا د جرمني د فوټبال لیګ بنډزلیګا یوه پیاوړې لوبډله ګڼل کېږي.

د دواړو لوبډلو تر منځ نننۍ لوبه به خورا سخته او په زړه پورې وي.

د ارسنل بریدګر ژېرو د ټپ له امله بهر شوی خو سانچېز او وېلبیک به نننۍ سیالي کې لوبېږي.

ارسنل په دفاع کې یو څه ستونزه لري ځکه ډیری دفاعي لوبغاړي یې ټپي دي.

که په دې سیالي کې ارسنل پیاوړې دفاع وکړي نو د لوبې د ګټلو او یا هم مساوي پای ته رسولو چانسونه یې ډېر دي.

ورته مطالب