کرېکټ: د افغانستان الف لوبډله سویلي کوریا ته ولاړه

Image caption د افغانستان تر څنګ په دغو لوبو کې د سرېلانکا او بنګله دېش د الف لوبډلو تر څنګ ۷ نورې لوبډلې هم ګډون لري

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله په اسيايي لوبو کې د ګډون په موخه نن (سې شنبه ۱۶ سپتمبر) د سویلي کوریا په لور روانه شوه.

په آسیايي لوبو کې به د کرېکټ شل اوریزې سیالۍ ترسره شي.

افغان لوبډله به د نهو نورو آسیایي لوبډلو تر څنګ د سرو زرو، سپينو او ژېړو مډال ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي.

له ټاکل شوي مهال وېش سره سم به دغه سیالۍ د روانې سپتمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه پېل او د اکټوبر میاشت تر درېیمې نېټې به دوام ولري.

د افغانستان د الف لوبډلې روزونکي رئيس احمدزي وویل چې لوبډله یې د سیالیو لپاره بشپړه چمتو ده.

نوموړي وویل چې سویلي کوریا ته د لوبو له پېله دوه اونۍ وړاندې ځي او هلته به په نورو تمریناتي لوبو کې هم ګډون وکړي.

د افغانستان کرېکټ له خوا په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي چې د ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي، ګلبدین نایب او سمیع الله شینواری به هم له اسټرالیا نه سویلي کوریا ته راځي او له الف لوبډلې سره به یو ځای کېږي.

د افغانستان تر څنګ په دغو لوبو کې د سرېلانکا او بنګله دېش د الف لوبډلو تر څنګ ۷ نورې لوبډلې هم ګډون لري.

ناک آوټ مرحلې ته د لار موندنې د پړاو لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي.

په ګروپ ای کې چین، مالېزیا او سویلي کوریا دي.

په ګروپ بي کې کویټ، مالدیف او نیپال راځي.

له دغو شپږو لوبډلو به څلور د دوېم پړاو لوبو ته لار مومي.

افغانستان، بنګله دېش، سرېلانکا او هانګ کانګ لا له وړاندې د ناک آوټ په پړاو کې دي.

ورته مطالب