افغان کرېکټ الف لوبډله اسیايي لوبو کې ګډون کوي

Image caption افغانستان به د چارشنبې پر ورځ (اکتوبر اوله) په منځلوبه کې ولوبېږي.

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله د ۲۰۱۴ کال په اسیايي لوبو کې د ګډون په موخه کوریا ته رسېدلې ده.

په اسیايي لوبو کې به د کرېکټ شل اوریزې سیالۍ ترسره کېږي.

له ټاکل شوي مهال وېش سره سم به دغه سیالۍ د روانې سپتمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه پېل او د اکتوبر میاشت تر درېیمې نېټې به دوام ولري.

د افغانستان په ګډون د سریلنکا، بنګله دیش او هانګ کانګ کرېکټ لوبډلو ته پرته له سیالۍ د ۲۰۱۴ کال د اسیايي لوبو په منځلوبه کې د لوبېدو حق ورکړل شوی دی.

د دغو څلورو پیاوړو لوبډلو تر څنګ به د کرېکټ په سیالیو کې د مالیزیا، چین، جنوبي کوریا، نیپال، کویت او مالدیپ لوبډلې هم ګډون ولري.

افغانستان به د چارشنبې پر ورځ (اکتوبر اوله) په منځلوبه کې ولوبېږي.

د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ریس احمدزی او هستي ګل عابد په اسیایي لوبو کې د افغان الف لوبډ‌لې د روزنې مسولیت پر غاړه لري.

ټاکل شوې چې د ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي، ګلبدین نایب او سمیع الله شینواری به هم له اسټرالیا نه سویلي کوریا ته راځي او له الف لوبډلې سره به یو ځای کېږي.

د الف لوبډلې غړي محمد شهزاد بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې دوی له تېرو دوو اونیو راهیسې تمرینونه ترسره کړې دي.

نوموړي وویل لوبډله په بشپړ ډول چمتو ده او هڅه لري چې په اسیایي لوبو کې افغانستان لپاره د سرو زرو مډال وګټي.

شهزاد دا هم وویل چې ده یو لړ جسمي او فزیکي تمرینونه کړې دي او هڅه یې دا ده چې د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام سیالیو پورې په ملي ټیم کې ځای پیدا کړي.

تېر ځل د ۲۰۱۰ کال په اسیايي لوبو کې افغان کرېکټ لوبډلې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د سپینو زرو مډال ګټلی و.

ورته مطالب