د ۲۰۱۴ کال اسیايي لوبو خاطرې

له ډېر تمرین نه وروسته د کوریا په طرف شوم، البته لوبډله یوه ورځ مخکې تللې وه.

د کابل په هوايي ډګر کې په یوه دولتي موټر کې سپور وم او په اول ځل ډېر په عزت سره د مهمو اشخاصو له ځانګړې لارې (وي آی پي) ولاړم ځکه تر دې وړاندې مو ډېر ځلې له پولیسو یا امنیت چارواکو سره لانجې راغلې وې.

یا خو موږ ملامت یو او یا تاسې ښه پوهېږئ چی څه کیسه ده.

د یوه وزیر په امر یې یو کس راسره کړ چې همکاري وکړي. دغه سړي (بلې صیب) وکړ او روان شو. لږ مخکې چې ولاړو، سړي راته وویل (برادر رو برو به خېر) او رانه ولاړ.

موږ ولاړو. هوايي ډګر کې چې وروستۍ تالاشۍ ته ورسېدو تر ۱۵۰ ډېر کسان په کتار کې ولاړ وو. خو یو کار ډېر خوند وکړ چې ښځینه کتار کې نه درېدلې.

۲۰ دقیقې ولاړ وو خو کتار و نه خوځېد. بس خلک راتلل او بې نوبته روان وو. پوس پوس مې پیل کړ او شور جوړ شو خو دومره مو وکړل چې بې نوبتي مو بنده کړه.

نوبت مې چې ورسېد، ولاړم او بورډنګ پاس مې تر لاسه کړ. د اماراتو الوتکه وه او ښه په خوند په کې کښېناستم. خو الوتنه هم ۳۰ دقیقې ناوخته شوه. زړه کې مې ویل دا الوتکه هم لکه چې د افغانستان هوا ووهله.

دوبۍ ته ورسېدم او له ۱۲ ساعته انتظار وروسته د سوېلي کوریا پر لور روان شوم.

سوېلي کوریا ته مو اووه نیم ساعته الوتنه درلوده. له الوتکې چې ښکته شوم، و مې لیدل چې ډېر پاک او ښایسته هوايي ډګر دی.

هر یو کس په خپل نوبت سره له هوايي ډګره بهر شو. د دې ځای سړکونه، کورونه او چمنونه چې مې ولیدل نو په ځان واړه واړه خلک يې راته له کماله ډک ښکاره شول.

د اولمپیک کلي ته چې ورغلم نو زرګونه لوبغاړي مې ولیدل. خو دلته هر کار دومره په ترتیب و چې په انتظار هېڅ پوه نه شوم. کارت یې راکړ او د ودانۍ پر لور یې روان کړم. هر هېواد ځانته ځانګړې ودانۍ درلوده.

ستړی وم، ویده شوم.

سبا چې د خوړو ځای ته ولاړم نو په یو وخت کې د زرو کسانو د ډوډۍ خوړولو صحنې ته حیران شوم. دوی پرته له انتظاره چې هر څه ته یې زړه و هغه خواړه یې ترلاسه کولی شو.

نور په راتلونکو ورځو کې....

ورته مطالب