د ۲۰۱۴ کال اسیايي لوبو خاطرې - درېیمه برخه

Image caption د کرېکټ ټول لوبغاړي لوبو ته ماشاالله جوړ او تیار دي.

ناست وم په انتظار چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې به څنګه شي. ښه شوه چې دا کار وشو.

نن د خوړو په ځای کې ډېر بیروبار و. حلال خواړه له نورو خوړو بېل اېښودل شوي وو. دلته د حلال په کلمه ټول پوهېدل چې زه یې په لامل پوه نه شوم.

یوې هندۍ نجلۍ سره چې د نښې ویشتنې سیالیو ته راغلې وه ناست وم. دې ویل:

"مور او پلار مې ډېر سپورت کوي. چې ماشومه وم نو ارمان مې درلود چې په لوبو کې د خپل هېواد استازیتوب وکړم. حکومت راسره پوره همکاري کوي".

دغې نجلۍ له ما پوښتنه وکړه چې ستاسو نجونې په کوم حالت کې دي. ما ورته په دې اړه خپلې خبرې وکړې.

ولاړم، لوبډله مو د باسکټبال لوبغالي ته ښکته کړه او خپل تمرین مو پیل کړ.

د کرېکټ ټول لوبغاړي لوبو ته ماشاالله جوړ او تیار دي.

د افغان اولمپیک کمېټې راغلي مشران هم سترګې په لار او په دې هیله دي چې ښايي د کرېکټ لوبډله افغانانو ته د خټې پزه جوړه کړي.

نن له یو ساعت مزل وروسته چې د افغانستان د فوټبال لوبې نندارې ته ولاړو نو زموږ د لوبغاړو حالت خراب و.

د فوټبال په لوبه ډېر نه پوهېږم خو زموږ د لوبغاړو بدني وضع راته کمزوې ښکاره شوه.

او د دې تر څنګ هلته په استرالیا کې د کرېکټ د ملي ټیم هرکلی هم د اندېښنې وړ و.

خېر هر څه چې وي، که په هېواد کې مو حالت ښه وي نو انشاالله یوه ورځ به موږ لوبغاړي هم ښه شو.

الله پاک دې وطن را جوړ کړي.

ورته مطالب