د ناسمې بدني وضعې له کبله اپریدی جریمه شو

سریلنکا ته له سفر وروسته د ځینو پاکستاني لوبغاړو بدني وضع بیا ځلې و ازمویل شوه چې پر بنسټ یې د شل اوریزې لوبډلې کپتان شاهد اپریدی، عمر اکمل، عبدالرحمان او رضا حسن بدني وضعې د ټاکل شوي معیار نه ښکته وموندل شوې.

د جرمانې پر اساس به دغه لوبغاړي د خپل میاشتني معاش ۲۵ سلنه له لاسه ورکوي.

خو د پاکستان د ټیسټ او یو ورځنیو لوبډلو کپتان مصباح الحق په ګډون پنځو نورو لوبغاړو ته د بدني وضعې د معیار پوره کولو پخاطر د پاکستان د کرېکټ بورډ له خوا بونس ورکول کېږي.

ویل شوي چې کپتان مصباح الحق، احمد شهزاد، شان مسعود، بلاول بهټي او عمر امین د څلورو میاشتو په اوږدو کې خپله بدني وضع د ټاکل شوي معیار سره برابره ساتلې ده.

کرېکټ بورډ ویلي چې مصباح الحق، بلاول بهټي او احمد شهزاد ته به لس سلنه او عمر امین او شان مسعود ته به ۱۷،۵ سلنه بونس ورکول کېږي.

د سریلنکا له سفر وړاندې د پاکستان کرېکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته په ورکړل شوي تړون کې د بدني وضعې پر موضوع ډېر ټینګار کړی و.

په تړون کې راغلي وو چې د بدني وضعې پخاطر به لوبغاړو ته جایزې او جرمانې ورکول کېږي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د بدني وضعې د معیار سیستم د مې او جون په میاشتو کې معرفي کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرېکټ ځینې لوبغاړي هم د بدني وضعې له ستونزو سره مخامخ دي.

څو ورځې وړاندې افغان کرېکټ لوبغاړي محمد شهزاد چې دا مهال کوریا کې په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره تللی بي بي سي ته وویل چې پر خپل بدني وضعې یې کار پیل کړی او غواړي له نړیوال جام وړاندې ملي ټیم ته لاره پیدا کړي.

ورته مطالب