اسیايي لوبو خاطرې، څلورمه برخه – د لوبغاړو قدر باید وشي

Image caption په روغه ورځ درته هر یو جار او قربان کوي، تکړه خلک خپل لوېدلي را جګوي.

نن خو ډېر خوندور باران و. ډېر وخت وروسته مې دومره پاکه هوا ولیده.

خو د هوا خوند هغه مهال خراب شو چې خبر شوم په لوبه کې زموږ د اولمپیک د اوشو لوبغاړي ژامه ماته شوې ده.

دغه لوبغاړی هېڅ نه لري. پلار یې وفات شوی دی.

د اولمپیک چارواکي هم سر ټکوي چی موږ هم هېڅ نه لرو.

نه پوهېږم چی اوس به دغه لوبغاړی څنګه وي خو ما یوازې غریبۍ ته بد ویلی شوای.

ماښام مو چې ودانۍ ته لوبغاړي راځي نو وايي چې لوبې مو بایلودې.

په دې مو خپه کړي ځکه د وطن خبره ده.

Image caption موږ خپل تمرین ته ښه زور ورکړی او د خلکو هیله هم اوس کرېکټ ته شوې چې دوی به یو څه کوي، انشاالله.

د فوټبال لوبغاړي په ځانګړي ډول هغه چې له جرمني او امریکا نه راغلي هم ډېر ګیله من دي. دوی وايي هېڅوک یې په غم کې نه دي.

تر څنګ یې ښځینه لوبغاړي هم نهیلي دي.

خبره دا نه ده چې موږ دې هره لوبه وګټو خو دا وایم چې باید د لوبغاړو قدر وشي.

په روغه ورځ درته هر یو جار او قربان کوي، تکړه خلک خپل لوېدلي را جګوي.

موږ خپل تمرین ته ښه زور ورکړی او د خلکو هیله هم اوس کرېکټ ته شوې چې دوی به یو څه کوي، انشاالله.

مشر مو شهزاده مسعود هم دا وايي چې لوبغاړي باید خلکو او نوي حکومت ته د لوبو د بریاوو له لارې هرکلی وکړي.

زما تر څنګ هستي ګل عابد هم لوبغاړو سره ښه زیار وباسي او وايي چې که د خدای رضا وي نو د سرو زرو مډال زموږ دی.

نو زما د نوي حکومت نه دا هیله ده چې د نورو مسلو تر څنګ باید لوبو ته هم پوره توجه وکړي.

ورته مطالب