اسیايي لوبو خاطرې، پنځمه برخه – له زړه نه کار کول

Image caption د اسیايي لوبو کلي ته د ننوتلو لپاره زما کارت.

د لوبو نه څوک خپه راځي او څوک خوشاله.

زموږ دوه لوبغاړي مات او ګوډ شول. د يو خو ژامه ماته شوه او یوې ښځینه لوبغاړې سترګې سره ۱۵ کوکه وخوړل. د بایسکل نه په سړک لویدلې وه.

ما پوښتنه وکړه چی ولې مو هر ځای کې وینه تویږي؟ ځواب مې تر لاسه نه کړ.

کوريا، چین او نور هېوادونه به یې ولې نه ګټي. ارامه ژوند لري او پوره وسایل.

د کور د ستونزو غم ورسره نه وي. موږ د خپل کار تر څنګ د نورو غمونه هم کوو.

پردي کار کې هم کار لرو. خپل کار را نه هېر وي.

اول مې دلته په کوریا کې خلک ولیدل چې نه څوک د چا جامو پورې خاندي او نه دا وايي چی د کوم هېواد یې.

ټول کارکونکي خپل کار سره کار لري. کارت دې ګوري او ځه له خېره.

ښه ډېر موټر په لار روان وي خو نه به درېدل وګوری او نه بې ځايه مخکې کېدل.

زه منم چی موږ په داسې حالاتو کې نه یو چې هر څه مو د کوریا یا نورو پرمختللو هېوادونو په څېر وي خو زه وایم لږ تر لږه کوم کارونه چې زموږ په وس کې دي باید ویې کړو.

چاپیریال ساتنه زموږ په لاس کې کار دی. کور جوړ کړو خو د کور مخه نه جوړوو. خواړه خورو خو چېرته مو چې زړه وشي هلته یې غورځوو. نسوار کوو خو چېرته چې وغواړو هلته یې تو کړو. په همدې ډول سګرټ او نورې مسلې.

خبره را نه بل خوا لاړه خو زړه مې غواړي چې زموږ هېواد باید ارامه او پاک وي.

نن هم وخت لرو، راځئ چې پیل وکړو او هر یو په خپل ځانګړې ډګر کې له زړه نه کار وکړو.

ورته مطالب