افغانستان کریکټ کې نیپال ته ماتې ورکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption افغان لوبډلې په منځلوبې کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

د افغانستان کریکټ الف لوبډلې په آسیايي لوبو کې خپلې سیالې نیپالي لوبډلې ته په اتو منډو ماتې ورکړه.

نیپال افغان لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د افغان لوبډلې پیل دومره ښه نه وو، کریم صادق په لومړي اوور کې رن اوټ شو. په دریم اوور کې نجیب تره کی هم وسوځېد.

خو شهزاد لوبه تر یوه حده ټینګه کړه او د دریو شپږیزو او دریو څلوریزو په مټ یې ۴۲ منډې جوړې کړې.

محمد نبي عیسی خیل اتلس منډې جوړې کړې، خو نورو لوبغاړو دومره ډېرې منډې جوړې نه شوې کړای.

افغان الف لوبډلې په ټاکل شویو شل اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۹ منډې جوړې کړې او خپلې نیپالي لوبډلې ته یې ۱۲۰ منډې هدف کېښود.

د توپ اچونې په برخه کې افغان لوبډلې خپله وړتیا وښوله او نیپالي لوبغاړي یې تر ډېره منډو جوړولو ته پرېنښول.

فرید ملک د نیپال څلور لوبغاړي وسوځول.

نیپال د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکل شویو شلو اوورونو کې ۱۱۱ منډې جوړې کړې او لوبه د افغانستان الف لوبډلې په اتو منډو وګټله.

افغان لوبډلې په منځلوبې کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

دغه سیالۍ په سویلي کوریا کې روانې دي.

ورته مطالب