د فوټبال ستوری لیونل میسي محاکمه کېږي

Image caption لیونل میسي د پنجشنبې پر ورځ په بارسلونا کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال.

یوه اسپانوي قاضي د بارسلونا او ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل میسي د مالیې نه د تېښتې په تور کې د محاکمه کولو امر کړی دی.

څارنوالۍ په دې اساس چې د میسي پلار د ده د مالي چارو مسولیت درلود، له قاضي غوښتلي وو چې میسي دې نه محاکمه کوي خو قاضي دغه غوښتنه رد کړې ده.

پر میسي او پلار یې تور دی چې چارواکي یې د څه دپاسه ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت مالیه کې تېر ایستي دي.

خو دواړو دغه تورونه در کړې دي او اوس پنځه ورځې وخت لري چې د محکمې د حکم پر وړاندې اپیل وکړي.

داسې ادعاوې دي چې نوموړو دغه پیسې د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ موده کې سپمولې دي.

په قضیه کې د میسي د انځورونو د حقونو عاید چې په کې د بانکو سبادېل، دنونې، اډیډاس، پیپسي، پراکټر اینډ ګېمبل او د کویټ د خوړو شرکتونو سره تړونونه شوي تر څېړنې لاندې دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption میسي څلور ځلې د فوټبال د نړیوال فدراسیون د کال د غوره لوبغاړي لقب ګټلی.

قاضي ویلي:

"په دغه ډول جرم کې مهمه نه ده چې تورن دې د مالیې او محاسبې یا د کره شمېرو په اړه بشپړ مالومات ولري. دا بسنه کوي چې دوی د درغلیو له لارو چارو خبر وو او بیا یې هم دغه کار کړی دی".

د ۲۰۱۳ کال په اګست کې میسي او پلار یې وروسته له هغې چې پرې د مالیې د نه ورکولو ادعاوې وشوې، چارواکو ته د څه دپاسه ۶ میلیون ډالرو پیسې تادیه کړې وې.

میسي څلور ځلې د فوټبال د نړیوال فدراسیون د کال د غوره لوبغاړي لقب ګټلی او اوسمهال د ارجنټاین د ملي ټیم لوبډلمشر دی.

د میسي په اړه د محکمې حکم داسې مهال مخې ته راغلی چې د بارسلونا کلب لا له وړاندې په یوې بلې قانوني قضیې کې ګیر دی.

د بارسلونا په اړه د مادرید ښار یوه محکمه د هغې ادعا څېړنه کوي چې وايي دغه کلب په ۲۰۱۳ کال کې د سانتوس له کلب نه د برازیل بریدګر لوبغاړي نېمار د پېرولو پیسو په برخه کې درغلۍ کړې دي.

د بارسلونا کلب مشر سدرو روزیل په جنورۍ کې له خپلې دندې استعفا وکړه خو ټینګار یې درلود چې دنېمار د پېرلو په برخه کې د ده کړنې سمې وې.

ورته مطالب