کرېکټ: هند وېسټ انډیز ته ماته ورکړه

د انځور حقوق GETTY
Image caption د وېسټ انډیز ټوله لوبډله په ۴۶ اورونو کې وسوځېده او په دې ډول هند دغه لوبه د ۴۸ منډو په توپیر وګټله

د وېسټ انډيز او هند کرېکټ لوبډلې تر منځ روانو یو ورځنیو سیالیو په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هند خپلې سیالې ډلې ته په ۴۸ منډو ماته ورکړه.

د لوبې پچه هند وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د هند د بیټېنګ پیل ښه نه و او په څلورو منډو یې لومړی لوبغاړی وسوځېد.

د هند د دوه تکړه توپ وهونکو سریش راینا او ویرات کوهلي تر منځ د څلورمې ویکټې لپاره د ۱۰۵ منډو ملګرتیا وشوه.

سریش راینا په ۶۲ منډو وسوځېد.

تر هغه لږ وروسته ویرات کوهلي هم په ۶۲ منډو وسوځېد.

د هند له لوري کپتان مهندرسنګ دوني هم ښه لوبه وکړه او نیمه سلیزه یې پوره کړه.

د هند لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۲۶۳ منډې جوړې کړې او ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي و.

د وېسټ انډیز په توپ اچوونکو کې جېروم ټیلر تر نورو ښه لوبه وکړه او درې لوبغاړي یې وسوځول.

په ځواب کې د وېسټ لوبډلې هم د لوبې ښه پیل وکړ او د لومړۍ ویکټې لپاره یې ۶۴ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز د پیل لوبغاړي ډیوین سمېت ښکلی لوبه وکړه او ۹۷ منډې یې جوړې کړې.

نوموړي ونه شو کړای چې په یو ورځنیو لوبو کې خپله لومړۍ سلیزه پوره کړي او په ۹۷ منډو د جدېجا په توپ وسوځېد.

د وېسټ انډیز ټوله لوبډله په ۴۶ اورونو کې وسوځېده او په دې ډول هند دغه لوبه د ۴۸ منډو په توپیر وګټله.

تر دې وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې وېسټ انډیز هند ته ماته ورکړې وه.

ورته مطالب