ایبولا او د افريقا ٢٠١٥ کال نړيوال جام سيالۍ

د انځور حقوق AFP Getty

اوس چې د افريقا ٢٠١٥ کال د نړيوال جام سياليو ته يوازې درې مېاشتې پاتې دي هېڅوک هم پر دې نه پوهېږي چې دغه سيالۍ به چيرته ترسره شي او لوى لامل يې هم د اېبولا د خپرېدا څخه ويره ده. مراکش چې د دغو لوبو کوربه و په دې اړه يې شکونه ښودلي او د دغو سياليو د ځنډولو وړانديز يې کړى دى.

د مراکش د سپورت وزیر محمد قوزین وايي، له دې امله اندېښنه لري چې د فوټبال د سلګونو زرو مینه والو کوربتوب وکړي ځکه چې په لویدیځه افریقا کې د اېبولا ناروغي خپره شوې ده.

نوموړی وايي، هېواد یې د دې وړتیا نه لري چې د دومره ډېرو خلکو د کوربتوب پرمهال د اېبولا ناروغۍ په خاطر خلک وڅاري، معاینه یې کړي او دغه ناروغي کنترول کړي.

خو د افریقايي هېوادونو ترمنځ د فوټبال جام سیالیو تنظیمونکي وايي، چې د فوټبال جام سیالۍ به له پلان سره سم ترسره شي او ټینګار کوي چې ۵۰ کاله وړاندې د دې سیالیو له پیل راهیسې هېڅ کله داسې نه دي شوي چې د فوټبال یوه لوبه دې بل وخت ته ځنډول شوې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د هغو هېوادونو ترمنځ چې سیالیو ته د غوراوي په پړاو کې دي وار دمخه د اېبولا د خپرېدو اندېښنې پیدا شوې دي.

په دې ترڅ کې د سري لیون لوبډلې ته اجازه ورنکړای شوه چې سیچیلیس ته ورشي او کوربنو یې وویل، چې دوی له سیالیو تېر دي.

خو وروسته بیا اړیستل شول چې د غوراوي دغه سیالي په بل هېواد کې ترسره کړي.

ظاهراً څو هېوادونو د دې سیالیو کوربتوب ته لیوالتیا ښوولې وه خو د افریقايي فوټبال فیدراسیون وايي، چې تر اوسه له هېڅ یوه هېواد نه غوښتنه نه ده کړې چې کوربتوب وکړي او نه هم له دې هېوادونو نه کوم یو یې د کوربتوب وړاندیز کړی دی.

اوس په پام کې ده چې چارواکي د مراکش د فوټبال د فیدراسیون له چارواکو سره راتلونکي میاشت په دې هکله خبرې وکړي.

ورته مطالب