د پیسو لانجه، ویسټ انډیز هند سره له لوبو لاس په سر شو

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ټاکل شوې وه چې دواړه لوبډلې به په هند کې ۵ یو ورځنۍ، یوه شل اوریزه او ۳ ټیسټ لوبې کوي.

د ویسټ انډیز د کرېکټ ملي لوبډله خپل کرېکټ بورډ سره د پیسو د لانجې له کبله د هند پر وړاندې د کرېکټ له لوبو لاس په سر شوه.

د هند کرېکټ بورډ ویلي دوی د ویسټ انډیز کرېکټ بورډ دې خبر چې لوبغاړي یې د معاش د لانجې له کبله لوبې خوشې کوي "نهیلي کړي او ټکان یې ورکړی".

د پاتې لوبو د جبران لپاره به هند اوس په نومبر کې له سریلنکا سره ۵ یو ورځنۍ لوبې تر سره کوي.

هند له ویسټ انډیز سره د یو ورځنیو لوبو په لړۍ کې ۲-۱ مخ ته و.

ټاکل شوې وه چې دواړه لوبډلې به په هند کې ۵ یو ورځنۍ، یوه شل اوریزه او ۳ ټیسټ لوبې کوي.

د ویسټ انډیز کرېکټ بورډ پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې لوبډلمشر ډوین براوو دوی ته خبر ورکړ "لوبغاړو پرېکړه کړې چې له هند سره د دورې پاتې لوبې به نه کوي".

د بورډ چارواکو ویلي دوی هند ته د یوې بدیلې لوبډلې د چمتو کولو وړاندیز وکړ خو د هند کرېکټ بورډ ته د "منلو وړ نه و".

د ویسټ انډیز کرېکټ بورډ "د دغه خواشینونکي حالت له کبله" له خپلو مینه والو او د هند له کرېکټ بورډه بښنه وغوښته.

د هند کرېکټ بورډ چارواکو ویلي "د ویسټ انډیز دغې پرېکړې د کرېکټ لوبې، لوبغاړو او د دواړو هېوادونو اوږدې اړیکې له پامه غورځولې دي".

د هند پر وړاندې د څلورمې یو ورځنۍ لوبې تر پای وروسته براوو وویل:

"نه یوازې نننۍ ورځ بلکې دغه ټوله دوره زموږ لپاره ستونزمنه وه. لوبغاړو په ګډه دغه پرېکړه کړې. موږ هیله من یو چې ژر به بیا د ویسټ انديز په استازیتوب لوبه وکړو".

د ویسټ انډیز کرېکټ بورډ او لوبغاړو تر منځ لانجه د پیسو او لوبو د شرایطو په تړاو د یو نوي تړون له کبله را منځ ته شوې وه.

د براوو په ګډون تجربه لرونکو لوبغاړو دغه تړون رد کړ او د ویسټ انډیز د کرېکټ بورډ د چارواکي او پخواني لوبغاړي وېول هاینډز د استعفا غوښتنه یې وکړه.

د ویسټ انډیز پخواني تېز بالر مایکل هولډنګ وویل دا "ډېر نهیلی کونکی حالت دی".

نوموړي زیاته کړه:

"تېر کې هېڅکله داسې پېښه نه ده شوې او زه نه پوهېږم ولې د ویسټ انډیز کرېکټ بورډ دا دریځ غوره کړی".

ویسټ انډیز د ۱۹۷۰ او ۱۹۹۰ لسیزو تر منځ د کرېکټ یو تر ټولو پیاوړې لوبډله وه.

دوی د کرېکټ لوبو دوه لومړۍ نړیوالې اتلولۍ ګټلي خو اوسمهال د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو د جدول اتم مقام ته را لوېدلې دي.

ورته مطالب